سبیل الرشاد(2)
سبیل الرشاد(2)
February 4, 2025 at 04:36 AM
*ورځنی حديث شريف 135* *یوه سړي له نبي ﷺ څخه وپوښتل: ای د الله رسوله! کومه صدقه غوره ده؟* *رسول الله ﷺ وفرمایل:* *هغه صدقه چې ته یې د روغتیا او حرص په حالت کې ورکړې، داسې چې د شتمنۍ هیله لرې او له غربت وېرېږې، او (صدقه ورکول) مه ځنډوه تر هغه چې ساه دې ستوني ته ورسي، بیا ووایې: فلاني ته دومره ورکړئ او فلاني ته دومره ورکړئ، حال دا چې دا شتمني لا مخکې (د نورو حق) وو.* *رواه البخاري 1419*

Comments