فِکــــري اعــداد📚
فِکــــري اعــداد📚
February 10, 2025 at 10:44 AM
#استعمار استعمار یوازې نظامي اشغال نه و، بلکې د ملتونو د هویت، اقتصاد او فکر بندي کول و. دوی زموږ دین ته وکتل، ویې لیدل چې توحید مو یو کوي، نو د تفرقې اور یې بل کړ. زموږ تاریخ ته یې وکتل، ویې لیدل چې زړور یو، نو زموږ قهرمانان یې بدنام کړل. زموږ اقتصاد ته یې وکتل، ویې لیدل چې پخپلو پښو ولاړ یو، نو موږ یې محتاجان کړل. خو استعمار یوازې په ټوپک نه و، بلکې زموږ ذهنونه یې استعمار کړل. ملتونه یې داسې روزل، چې د دوی لپاره فکر وکړي، او د دوی لپاره ژوند وکړي. خو امت بیدار وو! اوس پوهېږو چې ازادي یوازې د اشغال ختمېدل نه دي، بلکې د فکري استعمار پای ته رسول دي. موږ به خپل اقتصاد، فکر، او عقیده بېرته ازادوو، تر څو دا امت خپل اصل ته ستون شي! https://whatsapp.com/channel/0029VaZzr8K0QeagP6tCRu0y
❤️ 2

Comments