فِکــــري اعــداد📚
فِکــــري اعــداد📚
February 27, 2025 at 04:54 AM
*د رسول الله صلي الله علیه وسلم ټولنيز اخلاق!* *درېیمه برخه* *نقيب احمد حميدي* د رسول الله صلي الله علیه وسلم له ملګرو سره چلند: رسول الله صلي الله علیه وسلم له خپلو ملګرو سره بې سارې مينه دلوده، تل به يې له هغوی سره د ښو اخلاقو تر څنګ ډېره خواخوږي کوله؛ غوښتل به يې چې په اړتياوو يې ځان خبر کړي، له هغوی څخه به يې د هغوی د ژوند په اړه د يو نږدې او مهربان ملګري په حيث بېلابېلې پوښتنې کولې، که به د چا کومه اړتيا وه او ور سره مرسته به يې کولای شوای مرسته به يې ورسره کوله؛ كه به يې مشورې ته اړتيا بلله، ښه مشوره به يې ور کوله. هغه صلي الله علیه وسلم چې به ملګرو او هر چا سره مخ کېده تل به يې څهره کې خوښي ښکاروله، داسې څهره نه؛ چې څوک ور باندې تکليف شوی وای، حضرت عائشه رضي الله عنها وايي: «كان النبي صلى الله عليه وسلم ‌إذا ‌بلغه ‌عن ‌الرجل ‌الشيء لم يقل ما بال فلان يقول، ولكن يقول: ما بال أقوام يقولون كذا وكذا.» «سنن أبي داود» (4/ 397) «ولأحمد من حديث أنس أن النبي صلى الله عليه وسلم كان ‌لا ‌يواجه ‌أحدا ‌في ‌وجهه ‌بشيء يكرهه» «فتح الباري» لابن حجر (6/ 575) کوم کس که به داسې څه ويلي و چې نا مناسب به وه، هغه صلي الله علیه وسلم به د دې پرځای چې هغه کس مشخص کړي او د خلکو مخکې يې زهير کړي او ووايي: فلان کس ولې داسې وايي؟ ويل به يې خلک ولې داسې وايي؟. رسول الله صلي الله علیه وسلم به خلکو سره په ډېر درناوي او مينې ژوند کاوه، مشهور صحابي أنس بن مالک رضي الله عنه وايي: «كان رسول الله صلى الله عليه وسلم إذا ‌صافح ‌رجلًا لم ينزع يده من يده حتى يكون الرجل هو الذي [ينزع، ولا يصرف وجهه عن وجهه حتى يكون الرجل هو الذي] يصرف، ولم ير يعني مقدمًا ركبتيه بين يدي جليس له قط.» «شعب الإيمان» (10/ 449) رسول الله صلي الله علیه وسلم به چې چا سره ستړې مشې کوله، تر هغو به يې خپل لاس نه ترې ليري کاوه، تر څو چې به هغه کس لاس ليرې کړ؛ تر هغو به يې مخ نه ور څخه اړاوه، تر څو چې به هغه مخ اړاوه، او هغه صلي الله علیه وسلم د هيڅ ناست کس مخکې پښې نه غځولې. جابر بن عبدالله رضي الله عنه وايي: رسول الله صلي الله علیه وسلم راته وفرمايل: «قال: (تزوجت). قلت: نعم، قال: (‌بكرا ‌أم ‌ثيبا). قلت: بل ثيبا، قال: (أفلا جارية تلاعبها وتلاعبك). قلت: إن لي أخوات، فأحببت أن أتزوج امرأة تجمعهن وتمشطهن، وتقوم عليهن»«صحيح البخاري» (2/ 739) جابره واده دې کړی؟ و مي ويل: هو و یې ويل: پيغله ده که په عمر مشره؟ ما ويل: نه! په عمر مشره ده، و يې ويل: ايا پيغله به ښه نه وه چې لوبي مو سره کولای؟ و مي ويل: يا رسول الله پلار مې په احد کې شهيد شو او اووه خويندې راته پاتي شوې، و مې غوښتل داسې مېرمن را واده کړم چې د خويندو لپاره مې سرپرسته و اوسي او ورباندې راټولې شي. https://whatsapp.com/channel/0029VaZzr8K0QeagP6tCRu0y

Comments