قـــلم اوڪتاب ڪــانال
February 3, 2025 at 03:19 AM
ښه مې تپوس کوای شې نه يې کوې
دومـــره خــفه يمه چې څه يې کوې
زه که هر څومره ښه شم بد مې ګڼې
تــه که بـد هم کوې نو ښه يې کوې؟
يــاره په ما د بل چا وس نه رسي
په ما که هر څه کيږي ته يې کوې
اتـــيا ميسجه درتـــه وکم خــــو ته
يو ميسج وکړې زړه نا زړه يې کوې
زه دې له سترګو قلم یاره پوی شوم
ضرورت نشته چې په خوله يې کوې