
🍂غًٌٍــــاًٍزًٌٍیًٍُ وًٍزًٌٍیًٍـــرًٍُسًٍــــــتًٍاًٌٍنًٌٍ🍂
February 26, 2025 at 10:32 AM
۱۳۹۳ل کال حوت کې له مورچل مجلې سره د شهید ملا عبدالسلام بریالي تقبله الله مرکه!
پوښتنه
محترم بریالی صاحب له هرڅه وړاندې درته ښه راغلاست وایو، که لومړی خپل ځان لوستونکو ته معرفي کړئ ؟
ځواب
نحمده و نصلي علی رسوله الکریم امابعد : زه تاسو او لوستونکو ته خپل سلامونه اونیکې هیلې وړاندې کوم او د مرکې له بلنې مو مننه کوم.
زما نوم عبدالسلام دی د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ اوسیدونکی یم او همدا اوس داسلامي امارت ترقیادت لاندې د کندز ولایت د والي یا نظامي مسؤل په حیث جهادي دنده اجراء کوم .
پوښتنه
محترم بریالی صاحب که لومړی مهمې موضوع ته راشو، سږ کال په کندز کې د نظامي تحولاتو له اړخه یو انقلابي کال و، د کندز مطلق اکثریت سیمې ددښمن له شتون څخه پاکې شوې که په دې اړه دکندز د مرکز او ولسوالیو په رابطه معلومات راسره شریک کړئ چې دخیبر علمیاتو په لړ کې په کندز کې کومې لاسته راوړنې تر ګوتو شوي دي ؟
ځواب
ددې لپاره چې په کندز کې د سږنیو لاسته راوړنو او مفتوحه سیمو تصویر تاسو ته ښه واضح شي،زه به تردې وړاندې دکندز حالت تاسو ته لومړی تشریح کړم .
څو کاله وړاندې چې امریکایانو او نورو یرغلګرو د داخلي ټوپکیانو سره په ګډه په کندز ا
❤️
😢
6