MohsinAhsan محسن احسان
February 11, 2025 at 06:23 AM
په ځینو دیندارو کسانو کې غرور او کبر له ورایه ښکاري، پر خلکو بدګومانه وي، دوی غلط ګڼي، او ځان ورته یوازې حق ښکاري.
یوه ورځ، یو تن ماته وویل: العوام کالأنعام (عام خلک د څارویو په شان دي).
ما ورته وویل: ممکن همدا خلک چې ته یې څاروي ګڼې، د الله په دربار کې تر تا ډېر عزتمن وي. ته لکه چې په خپلو څو رکعتونو نفل لمونځونو او لږ علم غولېدلی یې!
ځینې مې لیدلي چې په ډېر غرور سره خلک سپکوي، له هغوی سره د روغبړ اجازه نه ورکوي، د سلام په وخت کې سر جګوي، غوسه یې له ورایه له تندي ښکاري، او نورو ته په سپک نظر ګوري.
ایا دا د محمد رسول الله ﷺ اخلاق دي؟!
ایا دا اسلام دی؟!
ایا دا ډول کسان خدای ته د نیژدېوالي دعوه کولی سي؟!
کاپي
❤️
😢
👍
💯
😭
💐
🫀
46