
MohsinAhsan محسن احسان
February 27, 2025 at 06:17 AM
که په موټر کې سپور يو، د مرګ ملائکه د موټر درولو اړتيا نه ويني!
که په کور کې يو، د مرګ ملائکه د اجازې غوښتلو اړتيا نه ويني!
که په سفر کې يو، د مرګ ملائکه اړتيا نه ويني چې وطن ته د راتللو فرصت راکړي!
که په حمام کې يو، د مرګ ملائکه مو د راوتلو انتظار نه کوي!
که ځوان يو، د مرګ ملائکه مو د ځوانۍ پروا نه لري!
که سرمايهدار یو، د مرګ ملائکه د پيسو ميسو خيال نه ساتي!
که أمير يو، د مرګ ملائکه مو د ساتندویانو په کيسه کې نهدی!
په ورځني ژوند کې د ځوانانو، مسافرو، سرمايهدارو، واکمنانو، صحتمندو، زورورو او ډيرو مرګ په سترګو وينو...
خو د مرګ، قبر او د محشر لپاره چمتوالی مو په نشت حساب دی، حال دا چې «والبعث بعد الموت» مو اقرار او باور دی. داسي ښکاري چې اقرار مو دوه مخی او باور مو سست دی!!
رقیب
❤️
😢
👍
✅
🌹
🍏
💯
😭
🤲
🫀
42