
محمد حسن عمري
February 3, 2025 at 05:45 PM
۸۹مه انلاین مشاعره!
د اسلامي ادب ګلبڼ په اونیزه في البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي غوره بیتونه!
نېټه: ۱۵/رجب/۱۴۴۶
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
دا چې په وېښتو کې زما سپين لګي
دا مـې په پـښتو باندې ځواني راځي
پروفیسور اباسین یوسفزی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
عشقه نادیده لارې مې طی کړلې
شک مې اوس په ځان د لېوني راځي.
بهار عیار
ماخو پکې کر د ګلو کړی و
بیا مې په قسمت ولې اغزي راځي
انورتبسم
موږ د هندوکش سر ته ختی نه شو
خلګ د سپوږمۍ طرفته ځي راځي
عبدالغني وفا
شناختې به په قبر باندې شاړې وي
څو چې بيا په مونږه پسرلي راځي
هلال عيان
ژونده په دې ویښو شپو دې څه وکړم؟
سترګو ته مې خوب په سبایي راځي
عصمت تمیم
بوري مور ته ډاډ د شـ..هید زوی ورکړم
ژبه مې شوه ستړې په راځي راځي
م. امان الله مستغفر
دا زما د زړه زخمونه شور کوي
ته چې وایې، نرمه موسیقي راځي
جمال ثاقب
ژوند مو د نفرت لمبو کې تېر کړلو
کله به د مینې ارزاني راځي
ګل رحمن رحماني
لاس مې ته وا تورې سپۍ څټلی دی
بد - بد احوالونه د لالي راځي
عبدالمجید پل
راغلې تصور کې، خوب مي وليدی
ږغ سو په جنت کې صحابي راځي
حيات همت
نه بل پيغمبر ستا په مقام کي دی
نه دي تر تلو وروسته بل نبي راځي
شفاعت ریحان
مرګ مې دی قبول خو دا به سخته وي
خدای مه کړه چې ستا د دید نیستي راځي
عزیزالرحمن ایاس
ستا له خلاصو زلفو الهام اخلي چې
سانده له دکنه د هجري راځي
سمسور
ستا د راتلو زېري یې راوړي دي
کور ته مو د کلي واړه ځي را ځي.
شرافت ویاړ
سترګې به مې وڅنډي خوبونو نه
ستا نظر کې داسې بې خودي راځي
عابد
مینې! ته مې کاڼي ته لرلې وې
سخته زوروره پښیماني راځي
بهار
زه خپلې اوږدې شبګیرې شمارمه
ستا له زړګي هم سوي زګیروي راځي
بدري تکل
مور دې ځار شه، دا د روغو ځای نه دی
غرو ته که راځي خو لېوني راځي
زاهد ساپی
زۀ یم په کلک زړو کې په دې لټون
پوه یم چې په کاڼو کې غمي راځي
نسیم ایثار
وږم دې د زلفو شمال وړي راوړي
تبه په ګلانو باندې ځي راځي
محمد حسن عمري
ياره چې غږېږې زه به خود راځم
خامخا شکرو ته طوطي راځي
زاهد زېری
ما پکې د شعر ببری کرلی دی
خیال ته مي د سرو سترګو کودي راځي
خالد ریحان ببری
بیا مازدیکری شو وړانګې وړانګې لمر
بیا د ګودر غاړې ته منګي راځي
زاهدشاه انګار
ته که نه راځې هيڅ پروا نه کوي
ستا غمونه شکر ګړندي راځي
محمد رفيق ريحان
دا دی د مظلومو د دعاء اثر
ګورئ چې کورو نه یې لوګي راځي
حسیني مختار
خوب کې مې د یار غاښونه وتي دي
بیا لکه چې ما باندې نیستي راځي
عبدالعظیم صدیقمل
تیره به وي ما باندې د مرګ تنده
څو چې مې تر خوا پورې ساقي راځي
عمران همزولی
سخته کې یې چا پالنه وکړله
څوک ورته اوس بریتې تاووي راځي
منصور ملنګ
یاد د اصفهان او د دهلي سره
خیال ته مې محمودِ غزنوي راځي
سمیع الله سمون
عقل مې دې تیر په څیر تیره نه وي
خدایه که په ما بیرته ځواني راځې
نظام الدین فلاح
خوف ستا د جفا په زړه داغلی يم
غږ مې له حواسو نه زخمي راځي
هلال عيان
خلک چې حیران یې ورورولۍ ته وو
غشي یې په مینځ کې د جنګ ځي راځي
بختیار نیازی
خپلو د خپلوۍ لمنې ټولې کړې
ماته خو پۀ سخته کې پردي راځي
سید انور انځور
بخت چي اپوټه شي هغه داسې وي
ګل کرم خو لاس ته مي ازغي راځي
سید امين امين
ما یې انتظار په لویه لار کړی
مرګ به د کوم درد په اننګي راځي
عصمت تمیم
فرق نۀ کا خفګان، که خوشحالي راځي
عشق د ښکلا چم ته سلامي راځي
مخلص افغان
ستا د عمبري زلفو وږمې راغلې
يا مې تر دماغ بوی د سپرلي راځي
عبدالقديم نظام
مه شړه باغوانه بلبل مه شړه
تش خو به ګلونه ښکلوي راځي
ضابط حقمل
ښکاري، چې د عشق پر بلا اوړمه
اوس راته خوبونو کې بنګړي راځي
جمال ثاقب
واه څه عجیبه د وطن مینه وي!
لاړ شي ترېنه بیا سر په تلي راځي.
حفیظ الله هاتف
زلفې د شفق پر اوږو وڅنډي
شپه د خیال ګودر ته غړوي راځي
حافظ سجاد
عشق کې اوس دې حد ته رسېدلی یم
زړۀ ته مې اشنا هر وخت راځي راځي
فاروقي خپلواک
خدای دې حفاظت زما د زړۀ وکړي
ګوتې په اوربل باندې وهي راځي
انورتبسم
پښې مې د مزاج له پیزار وتې دي
لارې! په تعقیب کې دې ازغي راځي.
بهار
تاته نۀ رسېږي چې څو وس وکړي
لاس ته خپل ګرېوان د لیوني راځي
نسیم ایثار
وخته ته په منډو رانه تښتي تل
وخته په تا هر وختي تادي راځي
بصیر بېدار ستوری
ستړی ټپي يار ساړۀ نيولی دی
شپه ده لۀ يوۀ ټيټ ګړنګ زګيروي راځي
مهاجر شاکر داوړ
څوک چې تر غرمې ویدۀ وي پوه یې کړئ؛
ژونـد کې بـرکت ســهار وخـتي راځي!
صفي الله رائد
سرې هواوې هلته رقصېدلي دي
کومو نه چې بده خوشبویي راځي
حاذق سعید
تا باندې شېدا یم غنمرنګ یاره
تا باندې مې مینه د زړګي راځي
نصرت الله مایار
یو ځلې چې ستا رخسار ته وګورم
مړ زړه مې ژوندی شي بیا مستي راځي
اسدالله بلهار
ته لاړې غمونو دي تنها نه کړم
اوس مي هم د زړه کلي ته ځي راځي
محمد عارف عارف
هر په ګل مئېن دې خامخا واوري
مخې ته يې خامخا ازغي راځي
عرفان الله ایوبي
نن راباندې بوي د پسرلي راځي
څوک دی چې خيالونو ته مې ځي را ځي
پروفیسور اباسین یوسفزی
لاړه د غزل چینه مې وچه شوه
تږی اوس ګلبڼ ته عرفاني راځي
عرفان الله عرفاني
ماته که راځي زما په څیر به یې
پیر د لیونو ته لیوني راځې
نظام الدین فلاح
ګل یې په اوربل پسې ټالۍ وهي
سپینو اننګو کې یې سرخي راځي!
حفیظ الله هاتف
درس د مینې وايم شپه او ورځ همت
دې مکتب کې کله رخصتي راځي
مالک همت
تور دود لکه زلفي ترینه تاوې شوي
ستا د مخ پر شمعي چي لوګي راځي
حنیف مظهري
ستا حُسن له چا سره تشبیه کړمه!
ستا سره د هرچا کمایي راځي.
محمد کامل وفا
ټوله ورځ له ځان سره غږيږمه
ځان باندې مې شک د ليوني راځي
دوست محمدوحدت
موږ خو دې له قهره لولپه کړلو
کله به دا ستا مهرباني راځي
نسیم شاه عادل
چیغو باندې ستړی شو د زړه مرغه
خلک راته وایي خوشحالي راځي
عبدالمجید پل
پای.
❤️
👍
🌼
21