محمد حسن عمري
محمد حسن عمري
February 10, 2025 at 01:39 PM
د اسلامي ادب ګلبڼ د ۹۰مې آنلاین اونیزې مشاعرې غوره بیتونه ترتیب او راټولونه؛ محمد حسن عمري نېټه: ۲۲ رجب ۱۴۴۶ هـ.ق ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بیت! غم دې زما په زړۀ کې داسې خوښ وي لـکـه د ښــار مـاشـوم چې غرۀ ته راشي اکرام الدین مفتون ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ داسې اسانه دې زړه مه صبروه تللې کوترې به کاله ته راشي ګل رحمن رحماني هوډ به یې خامخا بهار زېږوي دوه، درې ګلان که بیابانه ته راشي مهاجر فراهي سترګي یې بیا غواړي غزل د ښکلا شوخې رمې د زړه راغه ته راشي خالد ریحان ببری حسن ترې ټوله زمانه هېره کړه هغه به نور زموږه څه ته راشي؟ عصمت تمیم د زورورو اوبۀ خېژي په سر له درد د زړۀ اوښکه لېمۀ ته راشي نسیم ایثار که مو هر څومره شاته واچوله ستا د رخسار خبره خوله ته راشي الشیخ عزیز الله مظهري ما خو لا پیل هم ستا په ورکه کړی څه به ارمان درپسې زړه ته راشي نوین نوښت سپینې هندارې دې حسنه یاره! کاڼي که خوب کې کوم ویده ته راشي محمد حسن عمري په کږلېچونو کې زړه ماتی نه شې ستړي ګردونه به دې پله ته راشې ګل رحمن رحماني خزانه ستا په بد نیتۍ ژاړمه بهار به بیا غره او راغه ته راشي نجیب الله هجران بې محبته خلک هیڅ هم نه دي بې له رڼا به خلک څۀ ته راشي؟ عرفان رمز تر دې خوږه شېبه به چیرته وي نو زه چې ورځم او مور مې وره ته راشي خلیل همراز د دریا څنډه کې ګوهرې نشته ګوهر مونده شي چې یې زړه ته راشي حسیني مختار خدایه کړېږي دا سلګونه کاله د پوهې ځؤاک دې پښتانۀ ته راشي ضیاء الحق سيند په ژوند یې پرېښودم په مرګ مې نو بیا یاران پرېنږدئ! چي لمانځۀ ته راشي رحمت الله ګرم سوی فغان د زړه کاله ته راشي باڼه دې پاس ګوري او زړه ته راشي حاذق سعید ساړه اهونه مې تر خولې را ووزې چې دې د ځم خبره خوله ته راشي اسدالله بلهار سر په دنیا ګرځي د غېږ په ارمان خو په اخر کې زنګانه ته راشي پیوند پټان هسې مي زړه ازاروي له قصده چې یې خوښیږم نه نو څه ته راشي حنیف مظهري زه به مې ډک زړه ورته تش کړمه خو که يار همت وکړي او وره ته راشي خالدأنس له مانه تللي - تللي خلک خدايه! داسې وخت راشه، چې کالۀ ته راشي زاهد زېری د وخت ازمون ته ارمانونه زما لکه خشاک چې تناره ته راشي سیف صدیق د ماذدیګر سترګه چې ووینمه ستا د بایللو صحنه زړه ته راشي فیضان الله ساجد چې ګلاب او وينم، نرګس او وينم ستا د نامۀ توري مې خولۀ ته راشي منصور درمان ته که وطن ساتې نو ویښ به اوسې لیوه په خوب ویده شپانه ته راشي عرفان الله شرفزوی موږ خو خپلواک یو، خپل غرور مات کړي پردۍ بلاوې مو کاله ته راشي ثاقب خپلواک چې د تربور په ضد راپورته نه شي کله به مينه پښتانه ته راشي بشرمل ناصر نرۍ، نرۍ څړیکه مې زړه ته راشي زما چې فکر بېلتانه ته راشي مهاجر فراهي رقیب دې نه یادوي زلفې د یار شور د کنځاو به مې خوله ته راشي نوین نوښت دیدن د یار چې په کې ونه کړمه خدایږو سلګۍ مې درانه ته راشي الشیخ عزیز الله مظهري دا هم د درد اخري حد وګڼه د سترګو اوښکې ګریوانۀ ته راشي راز خوږیاڼی زه اراده وکړم چې روغه وکړم ستا ناکردې مې یو دم زړه ته راشي عبدالعظیم صدیقمل په تا مې زړه چېرته خوږ شوی نه دی نوره خندا به مې نو څه ته راشي؟ اکرام الله امېد فراق دې دومره شکنجه کړمه اې! چې نوم دې واورم زړۀ مې خولۀ ته راشي رسان نیازی د مینې حال زړګي کې پټ ساتمه اوښګې غمازې شي باڼه ته راشي نقیب الله ارمان هغه قرار، هغه شېبې د سکون درېغه که بیا مې ژوندانه ته راشي زاهد ساپی د چا تصویر چي تصور ته راشي د درد له زوره چیغه خوله راشي مامون د عشق مالياره چې تا هم ايله کړ د بلبلانو شعر څه ته راشي فکرمل طـ...!لب مونږه په بنګو ځواني لولپه کړه په دوی چې غم زور وکړي غرۀ ته راشي عرفان رمز که سره یو شو، نظریه یوه کړو بخت به مو اور نه بارانه ته راشي محمد حسن عـ..مري سـولې چې چا دې جنازه کړې وه په ټيټ نظر به دې وادۀ ته راشي اکرام الدین مفتون د خوشالۍ څپې مې وښوروي چې مسافر لالی کاله ته راشي شرافت ویاړ د ښار زلمي به هله مينه زده کړي چې زموږ په څير غره او راغۀ ته راشي طـ..!لب العلم زابلي ډوډۍ ترې وسوځي په تود تنور کې د پیغلو جنګ چې تناره ته راشي بصیر بېدار ستوری چې شي په سخته او راحت کې په کار یاران هغه دي چې هر څه ته راشي تسل منیب چې خلک ستړي شي د ښار له شوره بیا د سکون په لټه غره ته راشي یارمل کندزي د قندهار ذکر ته مه دد کېږه خوند د انارو به دې خوله ته راشي مهاجر فراهي د چا یادونه رانه داسې تاوو شي لکه خپلوان چې کله مړه ته راشي عبدالحق فدا هغه په توره شپه وتلی لالی خدای خبر کله به کاله ته راشي منصور ملنګ پریږده یو څو شیبې چې غلی کینم پریږده یو څوک لیونی زړه ته راشي مجیب الله فردوس پای.
❤️ 👍 10

Comments