محمد حسن عمري
محمد حسن عمري
February 18, 2025 at 05:28 PM
بسم الله الرحمن الرحیم ما یې ولونه د ایمان په زور تړلي ورانول مې د پګړۍ اسانه نه دي د پښتو ادب د ځلانده ستوري، حمزه بابا د تلین په ویاړ نن د پښتو ادب هغه ستر فکر، حمزه شینواری (حمزه بابا) یادوو، چې د خپلې ژبې، کلتور او عرفاني شاعرۍ یو نه هیریدونکی ستوری و. حمزه بابا د پښتو ادب هغه ځلاند شخصیت دی، چې د خپل عالي فکر، لطیف احساس، او د عشق و تصوف له رڼا ډکې شاعرۍ له لارې یې د پښتو ادب نړۍ ته یو نوی روح وبښه. حمزه بابا نه یوازې د شعرونو له لارې پښتو ادب ته خدمت وکړ، بلکې د خپل فکري تسلسل او فرهنګي هلو ځلو له امله یې د پښتو ادب معیاري کولو کې ځانګړی رول ادا کړ. د حمزه بابا شاعري د عرفان، عشق، فلسفې، ملي غیرت او ښکلا یو داسې امتزاج دی، چې د هرې زمانې لوستونکي ته روحاني سکون وربښي. نن، د حمزه بابا د تلین په مناسبت، د اسلامي ادب ګلبڼ د هغه یاد تازه کوي، روح ته یې د فردوس جنت دعا کوي او د پښتو ادب د دې ستر ویاړ د خدمتونو قدرداني کوي. الله تعالی دې ارواښاد حمزه بابا ته جنت الفردوس نصیب کړي، آمین!
❤️ 8

Comments