محمد حسن عمري
محمد حسن عمري
February 24, 2025 at 01:47 PM
آینې حسومه له زخمي، زخمي خبرو آینې لګېدلي دي د جبر په ډبرو آینې حیف دی، ولې ړندوو خپلې ډېوې د خپل مالت ولې پلورو د بلاوو په لښکرو آینې په نغمو، نغمو به ویښې کړي غافلې زمانې که خوندي شي له منتره د کوډګرو آینې جنتي رخسار یې ساتي د دوزخ وړې ډېوې زما فکر دېوانه کړي، د دلبرو آینې له جمال او له جلال یې غورځېدلې وې پردې خرڅېدلې په بازار کې په سندرو آینې د څهرو کندې کپرې پکې ورکې عمري ژبې نه لري د وخت د زورورو آینې محمد حسن عمري
❤️ 👍 11

Comments