دښکلومیره
March 1, 2025 at 06:11 AM
لوستل یې لنډ ، مګر په زړه پورې دي
دا لیکنه مې ولوسته ، خوښه مې شوه د درس او ثواب په نیت یې در سره شریکوم ؛ یو مبارک قدسي حدیث شریف دی چې روح ته سکون وربښي او د خالق لایزال د عظمتونو ښکارندویي کوي...
الله تعالی فرمایلي دي چې :
ای د آدم زویه ! ما دې د مور په خېټه کې ځای پر ځای کړې، او مخ مې دې په داسې یوې پردې در وپوښه چې د مور له رحم څخه دې متنفرنه شې . او ستا مخ مې د ستا د مور د ملا(شمزۍ) په لوري وګرځاوه ، چې د خوړل شویو خوړو بوی دې و نه ځوروي ، ستا ښۍ خوا اوکیڼې خوا ته مې تا ته تکیې جوړې کړې چې په ښي لوري پر ځیګر اوپه کیڼ لري پر سږي(پړپوس) ستا بدن تکیه اوهوسا وي ... او ما تا ته د مور په رحم کې دریدل او کښیناستل در وښودل ... نو ایا له ما پرته بل څوک دا کار کولای شئ؟
کله چې ستا بدن بشپړشو او ټاکل شوې موده پوره شوه ، بیا مې هغې پریښتې ته چې پر رحمونو ګومارل شوې الهام وکړ چې تا راوباسي ، او هغې (پریښتې) ته د خپل وزر په یوه بڼکه راوویستلی ، چې د ژوولو او پرې کولو لپاره دې غاښونه نه درلودل او لاسونو دې د نیولو او پښو دې د تللو توان او ځواک نه درلود... نو ما ستا لپاره ستا د مور په سینه کې په دوو تیو کې پاکې او سپېڅلې شیدې چې د ګرمۍ په موسم سړې اود یخنۍ په موسم کې تودې وي پیدا کړې ، او ستا مینه او محبت مې ستا د مور او پلار په زړونو کې واچاوه پر هغوی مې داسې ګران کړې چې تر هغه به یې څه نه خوړل تر څو به یې چې ته نه وې موړ کړی او ترهغې پورې به یې خپله استراحت نه کاوه تر څو به چې ته نه وې استراحت شوی...
خو کله چې ستا ملا ځواکمنه او مټې او لاسونه دې پیاوړي او غښتلي شول ... نو ګناهونو ته دې ملا وتړله چې نه را نه حیا کوې او نه را نه شرمېږې...
د دې سره سره بیا هم چې (که ته را نه دعاء وغواړې ! زه یې قبلوم) او که (له ما څخه څه وغواړئ(سوال وکړې) نو درکوم یې او سوال دې منم) او که (توبه وباسې اوزما لوري ته راګرځې نو تا منم اوتوبه دې قبلوم )...
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې : زما له لوري حتی که یوه کوچنۍ خبره هم وي نورو خلکو ته یې ور ورسوﺉ" او دا هم يو له هغو ښکلو او په زړه پورې مطالبو او لیکنو څخه یوه ده چې ما لوستلي دي او و مې غوښتل دې دغه نبوي ارشاد په مقتضی یې تاسو ته هم د دررسولو وسیله شم ...
ای د آدم زويه ! د حیرانتیا وړخبره ده ته چې پیدا شوی نو له لمانځه پرته د لمانځه اذان ستا په غوږ کې وشو او کله چې ته مړ شې نو له اذان پرته به پر تا د جنازې لمونځ کېږي ...
ای د آدم زویه ! تعجب دی چې ته په دې هم نه پوهېدې چې چا دې د مور له ګېډې څخه راوایستلی او کله چې مړ شې نه پوهېږې چې څوک به دې په قبر کې ږدي ...
ای د آدم زویه ! دا هم د تعجب خبره ده، ، کله چې ته پیدا شوې نو پرینمځل شوې او پاک شوې او کله چې ته مړ شې بیا به پریولل کیږي او پاکیږي...
ای د آدم زویه ! کله چې ته پیدا شوی، نو ته نه پوهیدې چې څوک ستا په پیدایښت خوښ اوخوشحاله وو او یو پر بل یې زیري کول، او کله چې ته مړ شې، ته نه پوهیژې چې څوک به پر تا ویر، ژړا، ساندې اوغم کوي...
ای د آدم زویه ! بله د حیرانتیا خبره دا ده ، ته دې د مور په خېټه کې په یوه تنګ او تیاره ځای کې وې، او کله چې ته مړ شې، نو بیا به هم په یو تنګ او تیاره ځای کې وې...
ای د آدم زویه ! دا هم د حیرانتیا خبره ده کله چې ته پیدا شوې ته په یو ټوکر کې ونغښتل شوې چې پټ او مستور یې کړې، او کله چې ته مړ شې، بیا به دې هم په یو ټوکرکې نغاړي چې تا پټ او مستور کړي چې کفن ور ته وایي ...
ای د آدم زویه ! کله چې ته پیدا شوې او بیا لوی شوې، خلکو له تا څخه ستا د شهادتنامو، تجربواو دندو په اړه پوښتنې کولي او کله چې ته مړ شې نو پریښتې به له تا څخه ستا د نیکو اعمالو او کړووړو په اړه پوښتنه کوي ... آیا تا دې د اخرت لپاره څه توښه چمتو او تیاره کړې ده ؟
هڅه وکړه چې د زړه له اخلاصه ووایئ:
أشهد أن لا إله إلا الله وأشهد أن محمداً رسول الله
زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته او ګواهي کوم چې محمد د الله رسول دی...
بسم الله الرحمن الرحيم
د ډیرمهربان رحم کوونکي الله په نامه
" قل هو الله أحد* ووایه : هغه دی یوازېنی الله
الله الصمد* بشپړ بې نیاز الله
لم يلد ولم يولد* نه یې زېږولي ، او نه دی زېږېدلی
ولم يكن له كفواً أحد* او نشته دی کوم سیال ورته .
پوهیژې چې په دې څولحظو کې به ستا له امله څومره کسانو د قرآن عظیم الشان دریمه برخه لوستی وي ؟
سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ،
ستاینې او شکرونه الله تعالی لره دي
نورالرحمان همت په دوعاګانو کې یاد ساتۍ