Ä ĠŖËÄȚ ĊËŅȚËŖ Ö₣ PÖËȚŖŸ 《     د شعرونو ستر مرکز   》
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                February 17, 2025 at 12:57 PM
                               
                            
                        
                            غزل
 
 
مسج مې ګورې ځواب نه راکوې
ماته به داسې عذاب نه راکوې 
خدایه په داسې غم مې مه اړوه
چې د زغملو یې تاب نه راکوې 
په خپل ښایست باندې مغرورې جینۍ
لاس کې دې وچ شو ګلاب نه راکوې 
عشقه! اعزاز د لېونتوب خو راکړه
که زړه چاودون د حباب نه راکوې 
ژوند دې څپې څپې له غمه راکړو 
خو حوصله د دریاب نه راکوې 
عقل! دا درسره نه منمه
چې حساب غواړې حساب نه راکوې
❤️🥰🍂
  ❤                 ❍ㅤ              ⎙ㅤ         ⌲ 
~_*`Like    follow    save   share`*_~
𝖒𝖚𝖍𝖆𝖒𝖒𝖆𝖉 𝖔𝖒𝖆𝖗 𝖐𝖍𝖚𝖇𝖆𝖎𝖇𝖊