🩺اسلام اوطبابت🔬
🩺اسلام اوطبابت🔬
February 22, 2025 at 04:09 PM
*"وړې جملې، لوی اثرات:* *"زه ډېره بخښنه غواړم چي په تکلیف مي کړاست."* *"ایا پر تاسو خو به بده نه وي لګېدلې؟"* *"له تاسو څخه ډېره مننه."* *پر اورېدونکي باندي داسي ژوره اغېزه پرېږدي، چي موږ ته یې شاید احساس هم نه وي، خو په حقیقت کي به موږ د خلکو زړونو ته لاره موندلې وي.* *ولیم جیمز وایي:* *"د انسان فطرتي اړتیا دا ده چي د هغه ستاینه وسي."* *د نورو د ښېګڼو، پراخ زړتوب، او د ښو خویونو په اخلاص او صداقت سره ستاینه وکړئ.* *جان ډیوي وایي:* *"ځان مهم احساسول او مهم غوښتل، د انسان فطرتي اړتیا ده!"* *د خلکو ښېګڼي ومنئ، د دوی اخلاص ته ارزښت ورکړئ، د هغوی نیکي وستایئ...* *او په بدل کي به تاسو ته هغه ټول څه درکړل سي، چي تل مو یې هیله درلوده!"* *د کتاب خبرې.*
❤️ 8

Comments