‹ نبضࣥ الأمةؔ ›
February 13, 2025 at 10:10 PM
*مفتي مختار الدین صیب ته یوه سالک د پوښتنې په ډول وویل: زما اصلاح نه کیږي.*
*مفتي صیب شاوخواته ناست سالکین راټول کړل او بیا یې ټولو ته وفرمایل: یوه ورځ له مولانا زکریا رحمه الله نه چا همداسې پوښتنه وکړه هغه ورته وویل؛ څوک چې خپله اصلاح غواړي د هغه اصلاح شوې.*
*د دې خبرې مطلب دادی: څوک چې دروغ واي، یا غیبت کوي، حرام خوري، لمونځ نه کوي یایې په جمعې سره نه کوي؛ که دوی وغواړي چې زه له یادو بداخلاقیو او نارواوو څخه باید ډډه وکړم، په مرور د زمان سره رب د توبي توفیق ورکوي، خو له بده مرغه چې اراده نشته.*
❤️
😢
8