
‹ نبضࣥ الأمةؔ ›
February 14, 2025 at 05:41 AM
موږ تاسو #مسلمانو #مېرمنو ته اړتيا لرو تر څو زموږ لپاره #الګو او #نمونه جوړې شئ!
د امريکايي ورځپاڼه ليکونکې او ليکوالې ليک د لبنان مسلمانو ښځه ته:
هر هغه څه چې د هاليووډ اړوند وينئ! دا ټول درواغ دي، چل او دوکه ده.
دوي ناروا اړيکو(زنا) ته د بې ضرره کسب او کار تر عنوان لاندې بلنه کوي، تر څو د ټولنو د اخلاقو بنسټونه ونړوي.
دوي تاسو ته په داسې فلمونو او کلیپونو چې پکې زناکارې ښځې لوڅ او نيمه لوڅ لباسونه لري او د کورنيو په نشتون قانع دي، وسوسه در اچوي.
زموږ اکثريت مېرمنې خوښي نه لري! په ميليونونو وګړي مو د ژور خفګان ضد درمل استعمالوي، موږ له خپلو دندو او هغه کسانو څخه چې موږ ته وايي تاسې زموږ خپلې او ملګرې يئ مګر بيا را څخه ناروا استفاده کوي او ځي نفرت لرو، او فرياد کوو.
دوي کوښښ کوي ترڅو ستاسې کورنۍ لمنځه يوسي، او دا تلقین درکوي چې کم اولاد راوړئ.
دوي ستاسو په حيا او حجاب کې ترسره شوي واده ته د وينځه توب او په حيا کې اوسېدلو ته د وروسته پاتې والي نوم ورکوي.
هغه پېشنونه چې د غربي خیاطانو له لاسه راوزي د دې لپاره جوړ شوي دي تر څو په تاسو ومني چې ستاسو تر ټولو ارزښتمنه سرمايه مو جسمي جذابيت دی چې بايد ښکاره يې کړئ، مګر داسې نده ستاسو له عفت څخه ډکې جامې او حجاب ستاسو لويه سرمايه ده، ستاسو د جسمونو جذابيت بايد د نالايقو کسانو له سترګو پټ وساتل شي.
تاسې ولې د هغه ښځو تقليد کوئ چې د خپلې له لاسه تللې حيا او عفت له امله پښېمانه دي او ژر دی چې پښېمانه به شي؟!
هر هغه څه چې تاسې يې د غربيانو په مجلو او تلويزونونو کس وينئ ټول درواغ دي.
دلته له واده څخه مخکې جنسي اړيکې هم دومره د حيرانتيا خبره نده. موږ هغه چاته خپل جسمونه ډالۍ کړل چې فکر مو کاوه دوي به له موږ سره واده وکړي او همېشني ملکري به مو شي، دا ډول کيسې موږ په تلويزون کې ليدلې وې، مګر له څه وخت وروسته موږ او زموږ اوښکې پاتې شوې.
موږ امريکايي ښځو دوکه خوړلې او تش پدې خوشحاله يو چې يواځې په کورونو کې اوسېږو، دندې لرو او دا ازادي لرو چې خپل جسم او محبت په مؤقت ډول په شتمنو لېوانو وپلورو.
زموږ غربي ښځو مغز وينځل شوی دی تر څو دا فکر واخلو چې مسلمانې مېرمنې مظلومې دي او په کورونو کې اوسېږي خو داسې نده.
مګر حقيقت دا دی چې پر موږ ظلم شوی د هغه موډونو بنديوانې يو چې موږ سپکوي، موږ د خپل وزن،جسم او ښايست اړوند دا فکر اخيستی چې چېرته او په څومره يې وپلورو.
موږ تاسې مسلمانې ښځې ستايو او همدردي درسره لرو، سره لدې چې اکثريت غربي ښځې دا حقيقت نشي ښکاره کولای.
ای زما خويندو دوکه ونخورئ، پرېنږدۍ چې ستاسي پاکي څوک درڅخه ولوټي، پاکې او عزتمنې واوسئ. موږ مسيحي ښځې دې ته اړتيا لرو چې ووينو ښځې بايد څرنګه وي او څرنګه واوسي.
تاسو ته اړتيا لرو چې زموږ لپاره الګو او سمبول وګرځئ ځکه چې موږ په د ظلم په تيارو کې ورکې يو، خپله عزت وساتئ او په ياد ولرئ چې يو ځل توی شوې اوبه بيا نه جمع کېږي نو له دقت څخه کار واخلئ!
هيله لرم چې زما پيغام مو په هغه نيت او روحيه اخيستی وي په کومه روحيه چې ما ليکلی يانې د دوستئ او مهربانۍ روحيه.
په ډېره مينه ستاسو د مسيحي خور #جوانافرانسيس له طرفه
د امريکا متحده آيالاتو ليکواله او ورځ پاڼه ليکونکې.
https://www.thestudentroom.co.uk/showthread.php?t=2591132
پدې کې فکر وکړئ چې زموږ د باحجابه خويندو ارزښت څومره لوړ دی، مسلمان څه چې کفار يې هم خوبي بيانوي او د ټولې نړيوالې انساني ټولنې يوه حياتي اړتيا يې بولي.
ژباړه: جواد افغان
❤️
🌹
👍
💯
🫀
10