‹ نبضࣥ الأمةؔ ›
‹ نبضࣥ الأمةؔ ›
February 16, 2025 at 06:21 PM
کله چې تاتاريانو پر بخارا يرغل وکړ، د ښار خلکو سخت مقاومت وکړ، تاتاريان عاجز شول، نو ځکه يې اعلان وکړ: د بخارا هغه خلک چې پخپله خوښه زمونږ پۀ کتار کې ودرېږي، هغوي پۀ امن کې دي. د بخارا خلک سمدواره دوه ډلې شول، يوې ډلې تر وروستۍ سلګۍ د مقاومت ناره غبرګه کړه او بلې ډلې خپل خلک پرېښودل، د تاتاريانو سره اوږه پر اوږه ودرېدل. تارتاريانو دې خاينانو ته غوړې طمعې ورکړې، کۀ تاسو لۀ مقاومت والو سره وجنګېږئ، مونږ به تاسو ته د دې ښار مشري درکړو، هماغه وو چې د بخارا خلک يې د خپلو خلکو پۀ لاسو ووهل. کله چې خبره د بخارا د مشرۍ راغله، چنګېز سمدواره خپلو خلکو ته امر وکړ: لۀ دې خاينانو تورې واخلئ، دوي ووژنئ، دوي د باور وړ ندي، د مشرۍ لپاره دوي د خپلو خلکو سره خيانت کوي، مونږ خو هسې هم پردي يو. > *📖 الکامل لإبن اثير*
😢 ❤️ 👍 😭 13

Comments