
‹ نبضࣥ الأمةؔ ›
February 20, 2025 at 04:26 AM
په معاصر دور کې، فکري یرغلونه په دومره مهارت سره ترسره شوي چې زموږ له ګڼو مسلمانانو څخه یې د حق او باطل ترمنځ کرښه پټه کړې ده. سیکولریزم، الحاد، او نور باطل افکار داسې وړاندې شوي چې د "روشن فکرۍ" نوم یې اخیستی، حال دا چې دا د قرآن کریم او اسلامي عقیدې سره ښکاره ټکر لري.
زموږ ډېر وروڼه او خوېندې، چې دیني شعور یې کمزوری دی، دا مفکورې د تمدن، پرمختګ، او د ازاد فکر د نوم لاندې قبلوي، بې له دې چې پوه شي دا د دوی د دین، تاریخ، او ارزښتونو خلاف دي. دا د فکري جګړې یوه خطرناکه بڼه ده، چې هدف یې د مسلمان امت فکري بېثباتي او د اسلامي هویت کمزوری کول دي.
زمونږ ډېری مسلمانان خو اول دا نظریې نه پېژني، که کوم یو یې پېژني، نو یوازې سیکولریزم او الحاد ته محدود دي. خو حقیقت دا دی چې د امت د فکري تخریب لپاره یوازې دا دوه مفکورې نه، بلکې نورې هم شته، چې موږ هڅه کوو دروپېژنو او امت ترې اګاه کړو، ترڅو د خپل دین دفاع وکړای شي.
اوس د مسئولیت وخت دی موږ باید د قرآن او سنتو په رڼا کې خپل فکري استقلال بېرته ترلاسه کړو، د باطلو مفکورو حقیقت وپېژنو، او خپل نسلونه د فکري استعمار له دې زهرجنو اغېزو وژغورو. د اسلامي ارزښتونو ساتنه یوازې یو اخلاقي مسئولیت نه، بلکې زموږ د بقا یو اساسي شرط دی! نو بیدار اوسئ!
وما علینا إلا البلاغ
#د_امت_د_بیدارۍ_اړیتا
#معاصر_دور
#تدبیرګر
#ملا_طلحه_عمبري
❤️
🌹
🏳️
👍
🫀
20