‹ نبضࣥ الأمةؔ ›
‹ نبضࣥ الأمةؔ ›
February 22, 2025 at 05:30 PM
*ای د امت ځوانانو د ام احسان زولنې ستاسو آزادي غواړي!* *ام احسان یوازې یوه مظلومه مور نه ده، بلکې د امت غیرت، عزت، او مبارزه ده! که نن دا مبارکه مور د پاکستاني ریاست په زندان کې ده، نو دا د امت ټولو ځوانانو ته یو پیغام لري.* *راویښ شئ دا وخت د افسوس نه، بلکې د حرکت دی. دا وخت د غفلت نه، بلکې د شعور دی.* *که نن د ام احسان غږ په زندان کې بند دی، نو ستاسو غږ باید د دنیا تر وروستي کونج ورسيږي.* *څه پکار دي؟* *اول قدم کې د ام احسان قضیه ژوندۍ وساتئ دا قضیه باید هېره نه شي. ستاسو قلم، ستاسو پوسټونه، ستاسو خبرې، باید د امت ضمیر ویښ کړي. هر ځوان باید پوه شي چې د دې مبارکې مور جرم یوازې د حق ملاتړي زوی درلودل وو!* *دویم قدم کې د ظلم خلاف فکري جهاد وکړئ ظالم یوازې د ټوپک غږ نه، بلکې د حق آواز هم نه شي زغملی. تاسو باید د اسلام پر وړاندې دښمنان افشا کړئ، د ام احسان او نورو مظلومو مجاهدینو د قربانیو قصې خپرې کړئ، او د امت پر وړاندې روان غفلت ته د پای ټکی کېږدئ.* *دریم قدم کې عمل وکړئ، نه یوازې احساس احساساتي خبرې کول اسانه دي، خو عمل سخت دی. که ریښتیا د ام احسان لپاره څه کول غواړئ، نو خپل ژوند ته تغیر ورکړئ! ځان وروزئ، علم حاصل کړئ، دعوت وکړئ، او د اسلام د حاکمیت لپاره عملي ګامونه پورته کړئ.* *څلورم قدم کې د دعا ځواک مه هېروئ د ام احسان دعاوې د زندان تیارو ته محدودې نه دي. که امت راویښ شي، دا دعاوې د آسمان دروازې ماتوي. نو تاسو هم د هغې لپاره دعا وکړئ، د هغې زوی ته دعا وکړئ، او د اسلام د برلاسۍ لپاره دعا وکړئ.* *سبا چې دا امت بېرته خپل عزت ته وګرځي، سبا چې حق بیا واکمن شي، ام احسان به له زندانه راووځي، خو د امت تاریخ به پرې د یوې عزتمندې، صابري، او فداکارې مور نوم ولیکي. او تاسو… تاسو به د هغې بریا برخه وئ، که نن مو خپل مسئولیت درک کړ!* > *#ام_احسان_کو_رہا_کرو* > *#تدبیرګر* > *#ملا_طلحه_عمبري*
❤️ 😢 🤲 🫀 11

Comments