
‹ نبضࣥ الأمةؔ ›
February 27, 2025 at 11:31 PM
*مهم اعلان د فعالیت موقت توقف!*
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
ای مخلصو همسفرو او وفاداره ملګرو رمضان المبارک د روح د پاکوالي او د الله جل جلاله د قرب ترلاسه کولو میاشت ده. دا د فرصتونو میاشت ده همدا راز د عبادت، د ځان د سمون، او تزکیې لپاره ځانګړی موسم دی.
د همدې ستر نعمت د قدر لپاره ما پرېکړه کړې چې د *"نبض الأمة"* چینل نشرات د رمضان تر پایه موقتاً وځنډول شي ترڅو دا میاشت د الله په یاد، تلاوت، تفکر، تدبر، او حقیقي اخلاص سره تېره کړای شي.
تاسې ته هم دا سپارښتنه کیږي چې دا میاشت له لاسه ور نه کړئ!
د موبایل له بې ضرورته بوختیا ځان وساتئ، د قرآن کریم سره مینه پیدا کړئ، خپل روح ته تغذیه ورکړئ، او د دعا او استغفار له نعمت نه برخمن شئ.
که دا میاشت مو ریښتیني ونیوله نو کیدای شي دا ستاسو د ژوند تر ټولو برکتناکه موده شي!
زه امید لرم چې تاسو به دا نیت درک کړی وي او له صبر، دعا، تدبیر، او مخلصانه مینې سره به انتظار وکړئ.
د اختر په لومړۍ ورځ به إن شاء الله د نوي فکر، نوي انرژۍ، او لا قوي نشراتو سره *"بنده"* بیرته ستاسو په خدمت کې حاضر وي.
د خپل رب عبادت ته ځانونه وروزئ دا میاشت د خپلو اعمالو د اصلاح لپاره یوه طلايي موقع وګڼئ!
*موقتي سکوت، د تلپاتې بدلون لپاره!*
> *#نبض_الأمة*
> *#ملا_طلحه_عمبري*
❤️
👍
🫀
♥️
💐
🤍
🥰
36