KDR News (پښتو)
KDR News (پښتو)
February 19, 2025 at 04:40 AM
د افغانستان اسلامي امارت ریيس‌الوزرا ملا محمد حسن اخند د سوريې د نوې انتقالي دورې ولسمشر احمد الشرع ته د نوموړي د ټاکل کېدو له امله د مبارکۍ پیغام لېږلی. رییس‌الوزرا په دې پيغام کې د مبارکۍ د وړاندې کولو تر څنګ احمد الشرع ته د ښې حکومتولۍ او د سوريې د ناخوالو د کابو کولو دعا کړې ده. ملا محمد حسن اخند په دې ليک کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو او هر اړخيزو اړيکو د پراختیا هيله ښودلې ده.
❤️ 8

Comments