KDR News (پښتو)
KDR News (پښتو)
February 26, 2025 at 05:28 AM
په ۳ ولایتونو کي ۴۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې د خپرو سویو راپورونو پر اساس، په کندهار، هلمند او فراه ولایتونو کي پرون (سه شنبه) د کور نړېدلو، سېلابونو او تندر رالوېدلو په پېښو کي ۳۴ کسان وژل سوي او ۱۳ تنه نور ژوبل سوي دي. د رسنیو خپاره سوي راپورونه ښيي چي، د دغو کسانو له ډلي اته کسان د کندهار ولایت په پنځمه او اوومه ناحیو کي وژل سوي او درې تنه سخت ژوبل سوي، پنځه تنه د هلمند ولایت په سنګین، باباجي، ګرشک او موسی کلا ولسوالیو کي وژل سوي او شپږ تنه نور ژوبل سوي او ۲۱ تنه نور د فراه ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کي وژل سوي او څلور نور ژوبل سوي دي. د معلوماتو پر اساس، دغه پېښي د باران اورېدلو او سېلابونو راوتلو له امله رامنځ ته سوي دي. دا مرګ ژوبله داسي مهال رامنځ ته سوه چي، پرون (سه شنبه) د هیواد په ۳۲ ولایتونو کي د توندو بارانونو، سېلابونو او واوري اورېدلو اټکل سوی و.
😢 7

Comments