
دنجات لار Danijat Laar
February 25, 2025 at 02:46 AM
*عثمانی خلافت*
*شپږمه برخه*
*د سلجوقی دولت پای*
د ملک شاه له وفات وروسته دری زامن پرېښودل برکیاق محمد سنجر او محمود محمود بیا وروسته د ناصرالدین محمود به نامه و پېژندل شو لا کوچنی و چې د ده په لاس بیعت و شو ولې د ده مور ترکان ار خاتون ته د ملک شاه د حکومت په دور کی لوی عزت او مقام په برخه شوی و محمود کابو دوه کاله له ۴۸۵ څخه تر ۴۸۷ هـ پوری ۱۰۹۲ ۱۰۹۴م پاچا وو، ځکه هغه او موریی وفات شول له هغه وروسته رکن الدین ابوالمظفر برکیاق بن ملک شاه راغی او تر (۴۹۸هـ / ۱۱۰۵م کال پوری پاچا وو بیا د رکن الدین دویم ملک شاه په لاس بیعت وشو او په همدې کال واک د غیاث الدین ابو شجاع محمد لاس ته ورغی او ده تر (۵۱۱هـ /۱۱۲۸م) کال پورې پاچايي وکړه.
د لویی سلجوقي امپراتوری وروستی واکمن غیاث الدین ابو شجاع محمد و، چې پلازمېنه یې د ماوراء النهر سیمه وه. د خراسان ایران او عراق په سیمو هم د ده واکمني وه بلاخره په (۵۲۲ هـ ۱۱۲۸ م) کال کې سلجوقي امپراتوري د خوارزمي پاچاهانو په لاس له مینځه لاړه
په ماوراء النهر کې د سلجوقیانو د دې لويې امپراتورۍ له ختمېدو سره سلجوقیان د بي اتفاقی شکار شول. د دوی یووالی ټوټې ټوټې شو. د دوی قوت دومره کمزوری شو چې په څو ډلو وویشل شو او په خپلو منځو کې په متضاد و لښکرو باندې بدل شو. د تاج و تخت د ترلاسه کولو لپاره به تل يو له بل سره لاس او گرېوان وو. دا لوی دولت په ځو کوچنيو - کوچنیو امارتونو ووېشل شو. دا ټول امارتونه او حکومتونه د یو پاچا د واک او اقتدار منلو ته چمتو نه شول. د سلطان طغرل بیگ، سلطان الپ ارسلان او ملک شاه د واکمنۍ په خبر دوی متحد نه وو هره سیمه خپلسرې وه، د هرې سیمې خپل پاچا و دغو کوچنیو
امارتونو په خپلو کې هم اتفاق نه لاره
د دې بې اتفاقۍ په نتیجه کې په ماوراء النهر کې يو بل قوت مينځته راغی، چې خوارزمي امپراتوري نومېده دې امپراتوری تر يوې پېړۍ د منگولي بريدونو په وړاندې مقاومت وکړ له خوارزمي امپراتوری سره سلجوقی امارت د عراق او شام په شمال کي ټینگ شو چې د اتابک په نامه پېژندل کېږي، په دي وخت کې سلاجقه روم امپراتوري مينځته راغله دا هغه امپراتوري وه چې صليبي يرغلونه يې درولي وو او د اناتوليا شمال لوېديخ لوری یی د دښمنانو له منگولو ساتلی و خو دې امپراتوری له منگولي بريدونو سره مقابله ونه کړه او په پای کې لوتمار کوونکيو په دغو سیمو کې تباهي وکړه
د سلجوقی امپراتورۍ په را پرځېدو کې ډېر لاملونه وو چې په بدل کې د عباسي خلافت را
پرځېدو ته هم لاره هواره کړه. له دغو لاملونو څخه ځينې يې په لاندې ډول دي د سلجوقی کورنۍ دننه د ورونو ترونو زامنو او لسیانو تر مینځ د تاج او تخت په سر جگړی
د ځینو امرانو وزیرانو او استادانو له خوا د سلجوقی واکمنانو تر مینځ د فساد د اور لگېدل
په حکومتي کارونو کې د ښځو مداخله
د عباسي خلفاوو د سلجوقی پوځي قوتونو په وړاندې کمزورتيا او د سلجوقي امپراتوری هر قوي پاچا ته حکومت پرېښودل په خطبه کې د هغه د نوم د شریکولو اجازه ورکول او په دې لړۍ کې د احتیاط څخه کار نه اخیستل
سلجوقي امپراتوري د شام مصر او عراق د عباسي خلافت د بيرغ لاندې په متحد كولو كي ناكامي د سلجوقیانو په بېلا بېلو ډلو وېشل کېدل او تر مینځ یی جگړې د دوی قوت له مینځه یوور تر
دې چې په عراق کې هم د دوی امپراتوري له مینځه لاړه
د سلجوقي امپراتورۍ په وړاندې د باطنيانو ناوړه توطيې او سلجوقي سلطانان او د دوی مشرانو
په چل او دوکې سره د وژلو پر له پسې هڅې
او بحر څخه د راپورې وتونکيو صليبي جگړه مارانو او د سلجوقی امپراتوری له اروپا راتلونکيو وحشی جگړه مارانو له لښکرو سره جگړه او له دې پرته نور لاملونه هم وو. دی خبرې هم مخ نه شي اړولای چې سلجوقیانو د خپل حکومت په دور کې ډېرې لویی کارنامی
ترسره کړي دي چې له ډلې يې ځينې په لاندې ډول دي: ﴾ د سلجوقی دولت له برکته د عباسی دولت زوال کابو دوه پېړی وروسته شو که چېرې سلجوقیان نه وای نو د شیعه گانو او روافضو له لاسه به عباسی دولت ډېر مخکې له مینځه تللی وای
(ب) په مصر کی عبيدي (فاطمي امپراتوری د سلجوقیانو د قوت له امله د ختيخ عرب مسلمانانو د خارجي عبيدي رافضي امپراتورۍ د بيرغ لاندې راټول نه کړل او په همدې ډول د دوی
شومې موخې بشپړې نه شوې
(ج) د سلجوقی دولت هڅې او کوښښونه د ختيځي اسلامي نړی د اتحاد لپاره پیلامه وه او همدا اتحاد او یووالی د سني عباسی سلطنت تر بيرغ لاندې د صلاح الدین ایوبي لخوا بشپر شو
د) سلجوقیانو د هغو سیمو په کرښو کې چې د دوی تر ولكې لاندې وې د نظامي پرمختگ له اړخه مهم رول ولو باوه او په دې سیمو کې يې امن تینگ کړه
د بيزنطيني امپراتورۍ له لوري د صليبي بريدونو په وړاندې يې سخته مقابله وکړه او تر كافي اندازې يې د منگولي خطرونو د له مينځه وړلو کوښښ وکړه
په دغو سيمو کې يې د سني مذهب لپاره د دعوت هڅې وکړې او د ديني عالمانو مرتبه يې لوړه کړه
دا د سني سلجوقیانو په اړه لنډه معلومات او اسلام ته دخدمت کولو په برخه کې چې دوی کوم رول : لوبولی د هغې لنډه یادونه وه؛ دا به له شک پرته تور ظلم او دروغ وي که موږ د هغو يو شمېر کسانو خبرو ته غوږ ونيسو چې د دغو زړورو مجاهدینو په اړه بي بنياده او نا سمې خبرې کوي لکه په جنرل اینسایکلوپيديا و کې د پروفيسور نجيب زيب د تاريخ المغرب و الأندلس عنوان لاندې د هغه له ځانه جوړې شوې خبرې چې هغوی پورې يې تړي او د هغوی په سیرت يې د تورونو د لگولو بدرنگه هڅه کړې
*دعثمانی دولت قیام او فتوحات*
د عثمانیانو اړیکه د يوې ترکمنۍ قبيلې سره ده، چې په اوومه هجري پېړۍ کې چې له دیارلسمي ميلادي پېړۍ سره سمون خوري په کردستان کې آباد وو او شپانه وو. منگولیانو چې کله په عراق او کوچنی آسیا د چنگیز خان په مشری بريدونه وکړل، نو د عثمان نیکه سليمان له خپلې قبیلې سره هجرت و کړ له کردستان څخه راغلل، د اناتوليا په سیمو کې دېره شول او د اخلاط ښار یې د اوسېدو لپاره وټاکه دا د (٦١٧هـ / ۱۲۳۰م) کال خبره ده کله چي سليمان په (٦٨٨هـ/ ۱۲۳۰ م) کې وفات شو او ارطغرل یی خپلو ولي عهد وټاکه ارطغرل له انا توليا څخه د شمال لوېديځ په لور په پر له پسې ډول مخ په وړاندي ولاړ له ده سره کابو سل کورنۍ او له څلور سوو څخه زیات سپاره وو
د عثمان پلار ارطغرل چې کله د منگولیانو له خطر څخه د ژغورېدو لپاره له خپلې قبېلې سره تښېدلي و نو د دوی د کورنیو شمېر له څلور سوو څخه ډېر نه و په لاره په یو ځای کی ناڅاپه شور ماشور شور ارطغرل چې ورنېږدې شو، نو ويې ليدل چې د مسلمانانو او نصرانيانو تر مینځ جگړه توده ده او بيزنطيني : عیسویان مسلمانان په شا تمبوي. له ارطغرل سره له دې پرته بله چاره نه وه چې په پوره شجاعت او زړورتیا مخ په وړاندې لاړ شي او خپل مذهبي او عقيدوي ورونه وژغوري ارطغرل په دوی داسې زړوره حمله وکړه چې د عيسويانو پښې يې ولرځولې او د ارطغرل مخ په وړاندې تگ د مسلمانانو د فتحي لامل شو. کله چې جگړه ختمه شوه، نو د اسلامي سلجوقي لښکر سپه سالار ارطغرل د وړاندې تگ په خاطر په شاد ودباوه او د رومي پولو په گاوند کې يې د (اناتوليا) په لوېديځو پولو سرحدونو کې ځمکه وروبښله او په هم دې ډول ده ته موقع ورکړل شوه چې د رومي سيمو په لور مخته تگ ته دوام ورکړي او د سلجوقي امپراتورۍ د پراخوالي موجب دې وگرځي. سلجوقیانو ته د قوت لرونکيو ملگرو په څېر ارطغرل او د هغه ملگري پيدا شول، چې د روم په وړاندې په جهاد کې يې د دوی مرسته وکړه، د دې امپراتورۍ او سلجوقي روم تر مينځ ژورې اړيکې د دې د گډ دښمنانو روميانو په سر پیدا شوې، چې په عقیدې او مذهب دواړو کی له دوی سره مخالف وو
تر هغې چې ارطغرل ژوندی و د مينې او محبت دا اړيکې ټینگې وې تر دې چې کله په (٦٩٩ هـ ۱۲۹۹م کی ارطغرل وفات شو نو هغه خپل زوی عثمان خپل ځایناستی و ټاکه عثمان د روم د ځمکو په لور مخ په وړاندې ولاړ او د سلجوقي امپراتورۍ د پراخوالي پخوانۍ تگلاره يې په ځای وساتله؟
نوربیا.....