
د فلسطیني مقاومت پیاوړی مجاهد عبدالله البرغوثي د یهودو په ذندان کي
February 9, 2025 at 08:31 AM
په ترکیه کې د افغانستان سفارت وروسته له اوږدې مودې په رسمي توګه اسلامي امارت ته وسپارل شو. دغه چاره د افغانستان او ترکیې تر منځ د اړیکو په برخه کې یو مهم پرمختګ دی.
ترکیه د افغانستان شا او خوا د پراخې سیمې یو مهم سیمه ایز قدرت دی چې د افغانستان اقتصاد، جیوپولېټیکو اړیکو او غربي نړۍ سره د نښلون په برخه کې مهم کردار لوبوي. همداراز، د منځني ختیځ د ټولواکو قدرتونو تر منځ هغه توازن چې افغانستان یې باید وساتي، له ترکیې سره د مستقیمو اړیکو پرته ناممکنه دی.
افغانستان له تېرو څو لسیزو راهیسې په غیر طبعي ډول د سیمې له ساختار څخه ویستل شوی ؤ. له تېرو درې نیمو کلونو څخه مونږ بېرته د سیمې د طبعي برخه ګرځېدو په لړ کې بې مخینې کامیاب بهرنی سیاست کوو.
دا لاسته راوړنه ده خو اوسنی حالت د لا ډېرو لویو لاسته راوړنو فرصتونه لري!!!
پام پکار دی...