د فلسطیني مقاومت پیاوړی مجاهد عبدالله البرغوثي د یهودو په ذندان کي
د فلسطیني مقاومت پیاوړی مجاهد عبدالله البرغوثي د یهودو په ذندان کي
February 10, 2025 at 10:17 AM
الجزیرې ټلوېزیون خبر ورکړی، چې غزه کې د بندیانو پنځمې تبادلې وروسته صهیونېست رژیم د نتساریم نظامي کرښې څخه بشپړ شاتګ کړی دی. له نتساریم څخه د نېواکګرو له وتلو سره سم، د حماس جهادي غورځنګ یو لوړ رتبه چارواکي سامي ابو ظهري د دغه اقدام په تړاو ویلي، چې له دې کرښې څخه د نېواکګرو شاتګ د نتنیاهو د ناکامۍ د اعلان په معنا دی. نتساریم کرښه چې غزه په دوو برخو وېشي نن سهار ترې اسرائیلي پوځیان په بشپړ ډول ووتل. دا شاتګ د اسرائیلو او حماس ترمنځ غزه کې د اوربند په مهال د بندیانو پنځمې تبادلې وروسته ترسره کیږي، چې حماس د ۱۸۳ فلسطینیانو په بدل کې یوازې درې اسرائیل خوشې کړل. د نتساریم پوځي کرښه چې د غزې تړانګې یوه له ستراتېژېکو سیمو ده، هلته د منځني ختیځ د چارو شنونکي په دې باور دي چې له دې سیمې د اسرائیلو وتل غزې ته د خلکو د ازاد تګ راتګ د اسانتیا لپاره یو مهم ګام دی.

Comments