د فلسطیني مقاومت پیاوړی مجاهد عبدالله البرغوثي د یهودو په ذندان کي
د فلسطیني مقاومت پیاوړی مجاهد عبدالله البرغوثي د یهودو په ذندان کي
February 10, 2025 at 10:26 AM
‏هلمند والي له یو شمېر مسولینو سره وکتل: نن ورځ دوشنبه هلمند والي الحاج مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي صاحب ولایت مقام مېلمستون کي د باباجي ولسوال، امنیه قومندان، استخباراتو مسول، مارجې ولسوال، امنیه قومندان، استخباراتو مسول، نادعلي ولسوال، امنیه قومندان، استخباراتو مسول او ناوې ولسوال سره وکتل. دا کتنه په داسي حال کي ترسره سوه چي پر مهال یې د هلمند امنیه قومندان الحاج ملا محمد امین الله زبیر صاحب، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت رئیس الحاج مولوي محمد ګران عبیدي صاحب او د ولایت مقام د کورني امنیت عمومي مسؤل الحاج ملا حکمت الله اخوند صاحب هم حضور درلود. مجلس د قران عظیم الشان په تلاوت کولو سره پیل سو. ولایت مقام ویاند مولوي محمد قاسم ریاض باختر خبري آژانس ته وویل: چي هلمند والي ټولو راغلو مسولینو ته له ښه راغلاست ویلو وروسته د مجلس د محتوی په اړه خبري وکړې او د مجلس موخه یې روښانه کړه. په دې مجلس کي د مجاهدینو د نظامي تشکیلاتو پر اصولي جوړښت، د کورنیو چارو وزارت د نظامي طرز العمل او رسمي تشکیل موافق د چارو تطبیق او یو شمېر نورو اړوند موضوعاتو په تړاو خبري وسوې، لازمي مشورې وړاندي سوې، د چارو د لا ښه سمون په موخه د نظرونو تبادله وسوه، اړین پلانونه مطرح او تصامیم ونیول سوه. راپور: باختر خبري آژانس/ هلمند نېټه: ۱۴۴۶/۸/۱۱ هـ ق هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست!
❤️ 1

Comments