المنتقم نشراتې اداره
المنتقم نشراتې اداره
February 19, 2025 at 09:45 AM
د کندهار هوایي لواء تخنیکي پرسونل له لورې یوه MI -17 ډوله هلیکوپتر ترمیم شوه ١٤٤٦ه.ق د شعبان المعظم ١٩مه د کندهار د هوایي لواء، هوایي تخنیک د تکړه انجينرانو له لورې یو بال MI-17 هلیکوپتر چې له فعالیته لویدلې او د ډیپو کولو امر یې شوی وو، د یادې لواء د ساتنې او پالنې ګروپ د هوایي تخنیک د مجربو انجينرانو د پرلپسې هڅو وروسته بیرته ترمیم او په بریالۍ توګه یې الوتنه تر سره کړه. د کندهار هوایي لواء قوماندان، ملا محمد عیسی "یاسین" د هوایي تخنیک د انجينرانو څخه د مننې تر څنګ د هغوی هڅې وستایلې او په دې برخه کې یې د لا زیار ایستلو هیله څرګنده کړه. د یادونې وړ ده چې د نوموړې لواء له لوري تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر چورلکې ترمیم او د استفادې وړ ګرځیدلي دي. #د_ملي_دفاع_وزارت

Comments