المنتقم نشراتې اداره
المنتقم نشراتې اداره
March 1, 2025 at 10:35 AM
‏توکل په امریکا والا به څه وخت عبرت اخلي وايي تېره ورځ ټرمپ د غرب د دفاع قهرمان زلنسکي ته ښه خوندور د (رڼا خواړه) ورکړي. هغه چې د غرب په سیاسي، تبلیغاتي او تسلیحاتي حمایت د کميډي له سټيج نه ولسمشرۍ ته رسیدلی او بیا يې د غرب په ټونګ غوښتل نړیوال نظم کې ګوتې ووهي، تېره ورځ سپينه ماڼۍ کې خپله د طنز او کميډي په سوژه بدل شوی و. چا يې په لباس پورې خندل او چا ورباندې د چُپ کېدلو پټکې کولې. دا صحنه زموږ هغه قشر ته یوښه درس و چې د الله تعالی له دره یې مخ اړولی، خپل تقدیر یې له امریکا سره غوټه کړی، امریکا د زلنسکي غوندې بیا بیا رټلي خو دوی لا هم د یو طرفه عشق په ټالونو زانګي. جنابانو! چې هر څه شئ او هر څومره ځان امریکا ته مخلص وښایاست، بیا هم د زلنسکي غوندې قرباني نه شئ ورکولای چې روغ هیواد یې د غرب د دفاع په مورچل بدل کړ. نو چې د غرب د اول نمبر سرمچار دغه حالت وي، نو تاسو به ته وا تر دې د عزت انجام پیدا کړئ!؟ کلا و حاشا راځئ! نور هسې د تجربې لپاره د بنده له بندګۍ لاس واخلئ. د لوی رب جل جلاله در ته رجوع وکړئ. خپلې هیلې او امیدونه په الهي رحمت پورې وتړئ. دا چې څوک په هوا څوک په سمندرونو د غرب په خوا ځغلئ، په خوب کې هم کالیفرنیا او ټورنټو وینئ، راځئ لږ په خپل ګریوان کې وګورئ، خپل ایمان او د ایمان تقاضاوو ته متوجه شئ. ښايي د خپل اسلامي هیواد ژوند به ډېرې ستونزې او ستړې ولري، خو د غربي ژوند غوندې هغه سراب نه دی، چې مطلق ديني، اخلاقي او نسلي سقوط او تلپاتې هراړخیزه بربادي ورسره تړلې ده.

Comments