امت رادیو - Ummat Radio
امت رادیو - Ummat Radio
February 22, 2025 at 08:39 AM
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، سږکال په یاد ولایت کې نږدې ۵۰ زره مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي کېنول کیږي. د یاد رياست متخصص رسنیو ته وویل چې د نيالګيو کېنول د طبيعت ښکلا لپاره ډېر اړین دي او د هېواد هر وګړی بايد يو نيالګی د ځان او بل د هېواد لپاره کېنوي. نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې سږ کال په فراه کې ټولو دولتي ادارو، ښوونځيو او مدرسو ته په وړيا او ولسي وګړو ته په نغدو پیسو سره د وېش لپاره ۴۹ زره او ۶۰۰ مېوه لرونکي او بې مېوې نيالګي چمتو شوي دي. د نوموړي په وینا په مېوه لرونکو نيالګيو کې توت، زردالو او په بې مېوو نیالګیو کې صبر، مرفان، بنوش، مرسل او ګلان چمتوشوي دي. نوړي زیاته کړه، چې د نيالګيو د وېش دغه لړۍ د فراه د مرکز په ګډون د دغه ولایت ولسواليو ته هم غځول شوې ده. د یادونې ده، چې هر کال په دغه ولايت کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست له لوري د سیمې د سمسورتيا په موخه زرګونه بېلابېل نيالګي وېشل کېږي.
👍 ❤️ 4

Comments