امت رادیو - Ummat Radio
امت رادیو - Ummat Radio
February 23, 2025 at 03:39 AM
د اوبو او انرژي وزارت له لوري، د کابل د بګراميو ولسوالۍ په بتخاک سيمه کې د نوي ۱۸۹ ميګاولټ سب‌سټېشن او له ارغندۍ څخه د بتخاک تر نوي سب‌سټېشن پورې د ۲۲۰ کيلوولټ برېښنا لېږد مزي پروژو چارې نن پيل شوې. د سرچینې د مالوماتو لمخې؛ د يادو پروژو په پرانيست‌غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر، د پروژو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې دغه پروژې د ترکمنستان – افغانستان د ۵۰۰ کیلو ولټ لېږد مزي د اړوندو پروژو په ټولګه کې شاملې دي او په تطبیق سره به یې د انرژۍ د جذب او وېش زیاته برخه له دې سرچینې څخه برابرې شي. https://www.facebook.com/photo/?fbid=122176924454264172&set=a.122133247682264172&__cft__[0]=AZX76ifL00OO0Apg7YDEHPib5qct-__yuBiDgD1X68Gk0BFeFHcN92L_gvmyv-Mycx1EssXQ0qc6dbiIRt1D0dSDmxlKWnE9gaNNHFWSRxrpoJkbR2GuD5PlBZsR_d2TQv5Hlz_5kCQtB5VkJMH7rFoj_RzXBy_4oOW9CcotVyk2W8BL6EqfZUtzWR1uNkdUn0w&__tn__=EH-R
👍 1

Comments