امت رادیو - Ummat Radio
امت رادیو - Ummat Radio
February 23, 2025 at 09:51 AM
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، چې د ۱۴۰۳ کال په ترڅ کې له دغه ولایت څخه بهرنیو هېوادونو ته ۶۲ زره ۳۱۰ ټنه وچه مېوه صادره شوې ده. د یادې خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا رسنیو ته ویلي، چې د دغو صادراتو ټول ارزښت ۲۴۴ میلیونه، ۶۱۱ زره او ۴۰۶ امریکايي ډالرو ته رسېږي، چې هند، پاکستان، عربي متحده اماراتو او امریکا ته استول شوې دي. نوموړي زیاته کړه، چې د صادراتو ډېره برخه انځر، شکرپاره او مميز جوړوي. د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ویلي، چې هند ته د افغانستان د وچو مېوو پر صادراتو هېڅ ډول مالیه نه اخیستل کېږي. https://www.facebook.com/profile.php?id=61557925171826
👍 1

Comments