امت رادیو - Ummat Radio
امت رادیو - Ummat Radio
February 24, 2025 at 04:51 AM
د لوړو زده کړو وزارت په ابتکار، نن دوشنبه د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د اوبو نړېوال کنفرانس ترسره کیږي په دغه کنفرانس کې، د افغان حکومت لوړپوړو چارواکو تر څنگ، د هېواد دننه او بهر متخصصینو هم گډون کوي. گډونوالو د افغانستان د اوبیزو سرچینو پر مدیریت، ارزښت، مهار او اړوندو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه هم ترسره کړي. همداراز، یادونه باید وشي چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا، تر دې وړاندې هم په ننگرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون نړېوال کنفرانس جوړ شوی و، چې پکې د بېلابېلو هېوادونو متخصصینو خپلې څېړنیزې مقالې وړاندې کړې او د اقلیمي بدلون د حل لارو په اړه یې مفصلې خبرې وکړې. Ummat Radio - امت رادیو https://x.com/UmmatRadio
👍 1

Comments