امت رادیو - Ummat Radio
امت رادیو - Ummat Radio
February 24, 2025 at 05:27 AM
د زابل د اطلاعاتو او کلتور رییس ویلي، چې د محمد هوتک د «پټې خزانې» کتاب د لیکوال مقبره رغول کېږي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبرپاڼې لمخې، هغه دا موضوع د محمد هوتک د مقبرې د لیدنې پر مهال مطرح کړې او دغه ځای یې د زابل لپاره یو مهم تاریخي میراث بللی دی. محمد هوتک د هوتکیانو د دورې نومیالی شاعر، لیکوال او تاریخ‌لیکونکی و چې د خپل مشهور اثر “پټې خزانه” په لیکلو سره یې د پښتو ادب او شاعرانو په ساتنه او پېژندګلوي کې مهم رول لوبولی دی. https://www.facebook.com/profile.php?id=61557925171826
❤️ 1

Comments