امت رادیو - Ummat Radio
امت رادیو - Ummat Radio
February 25, 2025 at 10:10 AM
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، په تېره سلواغې میاشت کې د خوراکي توکو بیې ۳ سلنه او د غیرخوراکي توکو بیې ۲ سلنه لوړې شوې دي. دې ادارې دغه راز ویلي، چې د غلو دانو بیې ۵.۹ سلنه، غوښه ۵.۴ سلنه، شکري او شیریني ۵.۲ سلنه، جامې ۵.۰ سلنه، او د کور د سامان بیې ۳.۴ سلنه زیاتې شوې دي. بل‌خوا، د افغانۍ ارزښت د امریکايي ډالرو پر وړاندې ټیټ شوی؛ د سلواغې میاشت کې یو ډالر ۷۴.۷ افغانۍ و، چې دا شمېره د مرغومي میاشتې پرتله ۴.۴ سلنه کموالی ښيي. Ummat Radio - امت رادیو https://x.com/UmmatRadio
👍 1

Comments