
امت رادیو - Ummat Radio
February 26, 2025 at 03:28 AM
افغانستان نن د چمپینز ټرافي سیالیو کې له انګلستان سره مخ کېږي
ټاکل شوې چې نن ماسپښین یوه نیمه بجه د ۲۰۲۵ کال د چمپینز ټرافي (اتلانو جام) کرکټ سیالیو په لړ کې د افغانستان او انګلستان کرکټ ملي لوبډلې یو بل سره د لوبې ډګر ته ښکته شي.
افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې له جنوبي افریقا څخه ماتې منلې وه او له انګلستان وروسته به خپله وروستۍ ګروپي لوبه د اسټرالیا پر وړاندې ترسره کړي.
د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام سیالۍ د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه د پاکستان او متحده عربي اماراتو په کوربهتوب پیل شوې دي.
په دغو سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ پاکستان، بنګلهدېش، انګلستان، اسټرالیا، سوېلي افریقا، نیوزیلنډ او هند ګډون لري.
Ummat Radio - امت رادیو
https://x.com/UmmatRadio