امت رادیو - Ummat Radio
امت رادیو - Ummat Radio
February 27, 2025 at 07:31 AM
د هېواد د کار او ټولنیزو چارو وزیر؛ په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان له عمومي ریيس داکتر محمد سعید العیاش او ورسره مل پلاوي سره لیدنه کړې. په دې لیدنه کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان هلې ځلې او فعاليتونه ستایلي او له هغوی څخه یې غوښتي، چې په افغاني ټولنه کې د زيانمنو اقشارو په لاس نیوي کې همکاري وکړي. په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان عمومي رییس د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو او همدارنګه د راتلونکو تګلارو او پروګرامونو په اړه د کار او ټولنیزو چارو وزیر ته مالومات ورکړل. محمد سعید العیاش ویلي؛ دغه سازمان پلان لري، چې نږدې راتلونکي کې په کابل کې د غالۍ اوبدلو یو مرکز پرانیزي. ښاغلي العیاش زیاته کړې، چې اوس مهال د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د ښځینه بنديانو لپاره د غالۍ اوبدلو یو پروګرام پیل کړی دی. ورته‌مهال د کار او ټولنیزو چارو وزیر د اسلامي همکاریو سازمان د دې پرېکړې هرکلی کړی او په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

Comments