Qareeb Ahmadzai
Qareeb Ahmadzai
February 6, 2025 at 09:14 AM
موضوع = سوچر Suture یا کوک وهل یا ګنډل Suture سوچر تعریف ؟ سوچر دیو تعقیم شوي تار په واسطه د زخم یا د جرحی یا دجراحي ګنډلو ته سوچر ،کوک یا ګنډل وایي ، دسوچر suture ډولونه ؟ سوچر په دوه ډوله دی ، (1) داخلي ګنډل Internal Suture (2) خارجي ګنډل External Suture دسوچر Suture اهداف ؟ = دیو زخم د ژر التیام یا دزخم د ژر جوړیدو په خاطر = دانتاناتو دمخنیوي په خاطر = دوینی دبندیدو په خاطر د سوچر suture د تار ډولونه ؟ * کرومیک Chromic * یکرېل Yicrill * کاټن Coton * ناېلون Nylone * ډکرون Ducrone *سټيپل Staple * سیلک Sillc * پرولین Prollin * لینین Linine دسوچر suture د تار اندازه یا ګیچ Gage ؟ دسوچر اندازه عبارت دی له ، له صفر اعشاریه صفر نه تر صفر اعشاریه لسو پوری دګیچ اندازه دی ، په عمومي ډول د تار ډولونه په دوه ډوله دي ، 1= جذبونکي یا ابزرویبل Absorvable تار 2= نه جذبونکي یا نن ابزرویبل Non Absorvable نوټ ابزرویبل Absorvable هغه تار دی چه هغه جذبیږي ، او نن ابزرویبل Non Absorvable هغه تارونه دي چه هغه نه جذبیږي ، ابزرویبل Absorvable تار په دوه ډوله دی ، * کرومیک Chromic تار دی چه دا لانګ ابزرویبل Long Absorvable دي چه ژر نه جذبیږي ، * ویکریل vicril تار دی چه دا ژر نه جذبیږي ، نه جذبیدونکي تار یا نن ابزرویبل Non Absorvable تار دا هم په دوه ډوله دي ، * سیلک Silk تار چه دا فیکس ټایم Fix Time دي ، چه دا زخمونه وخت ته اړتیا لري ، چه دا زخمونه په اوو یا زياتو ورځو کی جوړیږي ، * پرولین Prollin تار دی چه دا لانګ اکټينګ Long Acting یا اوږد وخت ته اړتیا لري ، ---- کوک یا ټک وهل ------- کوک یا ګنډل په پنځه ډوله دی ، = سیمپل Simple یا ساده سوچر = کانټينیوز Continous یا جاری چه دی ته سرکولیټ هم وایي ، = سیمپل کانټينیوز Simple Continous = سب کوټانیوز Sub Cotanous چه په دی باندی دجلد داخلي برخه ګنډل کیږي ، = ټينشن Tension دا اوټ ټو این او این ټو اوټ سوچر وهل کیږي ، ====== یادونه ======= هغه زخمونه چه یو سانتي متر غوڅ شوی وي باید وګنډل شي ، او هغه زخمونه چه شپږ ساعته پری تیر شوی نه وي باید وګنډل شي ، او که چیرته شپږ ساعته پری تیر شوی وي ، په دغه وخت کی بیا د زخم څخه اضافي غوښه لری کوو یا یي غوڅوو او بیا زخم ګنډو ، <<< دسوچر سامان او لوازم >>>> سامان اولوازم عبارت دي له ،،،،،،؟؟؟ * دتا ر موخودیت * پینس * نیډل هولډر * کلامپونه * ګاز پیس * پایوډين یا کلورانیزوډين * هایدروجن * لوکل انټي هسټامین * سیرنجونه * سرجیکل ګلابزونه * زینکو پلاسټ پلاسټر * دناروغ دوسیه او مکمل جراحي سیټ
❤️ 👍 6

Comments