د غورځنګ میډیا✌️PTM Updates)
د غورځنګ میډیا✌️PTM Updates)
March 1, 2025 at 01:50 PM
د ډنمارک په وایله ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) د رسمي څانګې د پرانیستلو په موخه یوه مهمه غونډه وشوه، چې پکې د بېلابېلو ښارونو استازو او فعالینو ګډون درلود. د ناستې اجنډا: د PTM محلي څانګې رسمي تأسیس د تنظیمي مسؤلینو ټاکل د راتلونکو فعالیتونو لپاره د تګلارې جوړول راتلونکې تګلاره: د PTM د موخو د عامولو لپاره به منظمه ستراتیژي جوړیږي. د ځوانانو د سیاسي، تاریخي، او ملي پوهاوي د لوړولو لپاره به کنفرانسونه او ورکشاپونه تنظیمیږي. د PTM محلي کمیټه به د غورځنګ د اصولو پر بنسټ فعالیتونه مخته وړي. د کمیټې د مسؤلیتونو روښانولو لپاره به د غړو ترمنځ ځانګړې ناسته ترسره کېږي، چې پکې به د هر غړي دنده او مسؤلیتونه واضح شي. د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې د وایله او سویلي یولند د PTM رسمي څانګه به د شریف الله پیوند تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي، او د تنظیمي نظم د پیاوړتیا لپاره به دوامداره هلې‌ځلې ترسره کېږي. نېټه: ۲۰۲۵ کال، د فبروري ۲۷مه ځای: وایله، ډنمارک

Comments