د غــزوة الـــهـند ،پــشتو اردو ،چینل 🎤
د غــزوة الـــهـند ،پــشتو اردو ،چینل 🎤
February 3, 2025 at 12:01 PM
‏پر اسلامي خاوره د سېکولرېزم نوې بڼه! وروسته له دې چې د سوریې د اوسني حاکم نظام بڼه روښانه شوه، په ځانګړي ډول د دې هېواد د نوي ولسمشر احمد الشرع څرګندونو ته په کتو، چې هغه د یو مدني دولت د جوړولو او د سیکولر ایډیالوژۍ د تطبیق اعلان وکړ، ښکاري چې نوموړي هغه زرینه موقع له لاسه ورکړه چې د دې هېواد خلکو یې د عزت او خپلواک دولت د بېرته ترلاسه کولو لپاره قرباني ورکړه او هیله يې لرله. د سوریې نوی واکمن، د اسد د رژیم له پاتې شونو سره یوځای، داسې سياست ته مخه کړه چې د غرب، په ځانګړي ډول امريکا له خوا طرحه شوی و او د امریکا د لاسپوڅي معلم مکار اردوغان له خوا ورزده کړل شو، څو د دغه خاورې د مسلمانانو د هغه هیلې مخه ونیسي، چې غواړي سوریه د اسلامي امت د وحدت پر محور بدله او د تېر نظام پر ځای یو سوچه اسلامي دولت (خلافت) رامنځ ته کړي. له همدې امله، احمد الشرع په مسلسل ډول هڅه کوي چې خپله ماضي رد کړي، او اوسنی حالت توجیه کړي، خپل فکري او سياسي بدلونونه لوی وښيي، خو دا یو داسې تضاد دی چې د یوه مبدئي جنګیالي لپاره ډېر نادر دی، چې لا یې د جګړې خاورې له لباسه نه دي پاکې کړې، خو د ښکاره سیکولر لباس اغوستو ته يې زړه ښه کړ او د جبريه رژيمونو له کاروان سره ملګری شو. سوریه، له خپل ټول تاریخ؛ تېر، حال او راتلونکي سره، د خپلې مهمې جغرافیې، سیاسي او تمدني ارزښتونو سره، د یوه تېر استبدادي دور او د یوه وېرونکي حال ترمنځ ګیر پاتې ده. د احمد الشرع تر مشرۍ لاندې د نوي نظام بڼه د سیکولرېزم یو عجیب ډول دی، چې مشخص نوم نشو ورته کارولی، ځکه دا د متکبرانه او خاينانه تمایلاتو، ناروا بشري ارزښتونو، پټو شهواني غوښتنو او فکري ړوندوالي ګډوله ده. سوریه، چې د اسد د واکمنۍ پر مهال د سیکولرانو کلا ګڼل کېده، لا هم د سیکولرېزم له دایرې نه ده وتلې، یوازې د چارواکو څېرې بدلې شوي دي. دا چې د سوریې مسلمانان د اسد د ظالم رژیم له تیارو څخه د امت د سترو قربانيو په بیه او د الله سبحانه وتعالی په ملاتړ سره راووتل، ټول اسلامي امت ته د سترې خوشالۍ او پراخو هيلو سبب شول. خو څه چې احمد الشرع او پلويان يې ترسره کوي د دغه مسلمان ولس له قربانيو او هيلو سره څرګند خيانت دی او د تېرو هغو تاريخي تېروتنو بيا تکرار دی چې مؤمن ته نه ښايي بیا يې تکرار کړي. د سوریې اوسنی حالت د پاتې نورو اسلامي خاورو په څېر دی، چې لا هم په يوه نوې بڼه د سیکولرېزم تطبیق ته دوام ورکوي، که څه هم چې د حالاتو بهیر بدل شوی او د سېکولر یا جمهوري نظام تر بنسټونو لاندې نړوونکې اوبه تېرې شوې دي، خو احمد الشرع لاهم د سېکولرېزم او جبريه دور پر لور مخه کړې او د یوه ظالم په تلو سره په نوي لباس کې بل سر راښکاره کړی دی. نو آیا دا د اسلامي امت قسمت دی چې خپل سپېڅلي انقلابونه په دا ډول نظامونو پای ته ورسوي او که لا هم له دغه انحطاط څخه راوتو ته ډېر فکري او سياسي کار په کار دی، څو په نوي لباس کې د استبداد د بيا ظهور پر ځای د اسلام د عدالت لمر طلوع وکړي. د غزوة الهند له غرونو مستقيم قرار https://whatsapp.com/channel/0029VamULV1BKfhwrkAkME0l
😢 3

Comments