
د زرنج ښاروالۍ/شاروالی زرنج
March 1, 2025 at 04:55 AM
*د روژې مبارکې میاشتي په اړه د الحاج مولوی صلاح الدین “ممتاز” د زرنج ښاروال پیغام:*
د روژې مبارکې میاشتي د رارسیدو له کبله ټولو هیوادوالو په ځانګړي توګه د زرنج ښار اوسیدونکو ته مبارکي وایم. دا میاشت د نیکو اعمالو او عباداتو لپاره غوره فرصت دی. روژه د خیر، برکت او یووالي میاشت ده، چې په قرآن او حدیث کې د رحمت، مغفرت او د دوزخ له اور څخه د خلاصون په توګه یاد شوې ده.
په دې مبارکه میاشت کې باید موږ خپل عبادات زیات کړو، د خپل ځان پاکولو هڅه وکړو او د نورو سره د همدردۍ، محبت او پخلاينې روحیه ولرو. د زرنج ښاروال په توګه، زه د ټولنې د پرمختګ، هوساینې او سولې دعا کوم.
په پای کې، زه هیله من یم چې د دې مبارکې میاشتې په اوږدو کې ټول مسلمانان د خپلې روژې قبولو، د خپلو دعاګانو د منل کیدو او د خپلو عبادتونو د پرمخ وړلو توان ولري. الله تعالی د ټولو عبادات قبول کړي او موږ ټولو ته په دې مبارکه میاشت کې د نېکۍ، برکت او مغفرت توفیق ورکړي.
د روژې مبارکې میاشتې د پیل په مناسبت، ټولو ته یو ځل بیا مبارکي وایم.
بااحترام
مطبوعات شاروالی شهر زرنج
برای معلومات بیشتر لینک کانال را با دوستان خویش شریک سازید
https://whatsapp.com/channel/0029VayF9VZ1SWswhvjlJY1o
❤️
4