
کمپ ټکی کام
February 10, 2025 at 06:44 AM
ځانګړی خبر:
د امریکا له لوري په آمو تلویزیون د بودیجې له بندېدو وروسته یاد تلویزیون خپل د پښتو برخې خبریالان رخصت کړي او پرځای یې له چټ جي پي ټي څخه کار اخلي.
کمپ ټکی کام د مندنو له مخې آمو تلویزیون خپل ورځني راپورونه لومړی په دري ژبه ليکي او وروسته یې په چټ جي پي ټي پښتو ژبې ته ژباړي.
یاد تلویزیون په خپل ویب سایټ د طالبانو د امر بالمعروف نهی عن المنکر وزارت د محتسبینو اړوند یو خبر خپور کړی چې د لوستلو وړ نه دی او له متن څخه معلومېږي چې په چټ جي پي ټي ژباړل شوی.
د باوري سرچینو له قوله د امریکا د مرستو د بندېدو سره سم د آمو تلویزیون مشهوره خبریاله نازیه هاشمیار هم خپله استعفاء وړاندې کړې او په آمو تلویزیون کې یې خپله دنده پرېښې.
😂
😮
❤️
👍
7