کاشغر
کاشغر
February 22, 2025 at 12:56 PM
"العلماء نجوم الأرض" علماء د ځمکې ستوري دي، لکه څرنګه چې د ستورو په آسمان کې درې وظیفې دي. همداسې د عالم حق هم درې وظیفې دي په ځمکه کې؛ (۱)عالم حق د لارې مشال ده، ﴿وَبِالنَّجْمِ هُمْ يَهْتَدُونَ﴾ (النحل: 16) لکه څرنګه چې په ستورو خلک د خپل منزل لار پیدا کوي،همداسې به په عالم حق هم مسلمانان ځانته په ځمکه کې  د حق لار پیدا کوي. (۲) عالم حق د ځمکې ښایست ده، ﴿وَلَقَدْ زَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ﴾ (الملک: 5) لکه څرنګه چې په ستورو آسمان ښایسته ښکاري،همداسې په عالم حق باندې هم ځمکه او دا ټولونه ښایسته ده ځکه حق خلکو ته ور ښیي ،او په حق باندې پېژندل کیږي. (۳)د عالم حق وظیفه د اللهﷻ د دین دفاع ده، ﴿وَجَعَلْنَاهَا رُجُومًا لِلشَّيَاطِينِ﴾ (الملک: 5) د ستورو دا وظیفه ده چې د شیاطینو د اورېدلو (استراق السمع) مخنیوی کوي د ځان په فدا کولو سره، عالم هم چې کله د دین د دفاع وخت راشي باید ځان له ټولو لومړی فدا او لولپه کړي او د اللهﷻ له طرفه د رالیږل شوي کتاب ، رسول ﷺ  د دین دفاع وکړي. وما علینا الاالبلاغ.
❤️ 2

Comments