( Wake-up Muslims ) حقيقت وپېژنه
( Wake-up Muslims ) حقيقت وپېژنه
February 13, 2025 at 04:24 AM
*د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله توصیې او زرین اقوال* لیکنه: احمد "خاطِري" د ۱۴۴۶ هـ ق کال د شعبان د میاشتي ۱۳ مه نېټه د چهار شنبې ورځ وه چي غرمه مهال ستر زعیم شیخ صاحب حفظه الله د کندهار پوهنتون ته تشریف راووړ او دې د علم کور په لومړي ځل دده مبارک قدمونه ښکل کړل چي د تر لمر لوېدو همدلته پاته سو. د پوهنتون د ځینو برخو د لیدني تر څنګ یې د پوهنتون د رهبرۍ، استاذانو، اداري کارمندانو، محصلینو او په پوهنتون کي د ټولو حاضرو کسانو یې خوږ ملاقات نصیب او له تفصیلي وینا او ارزښتناکه توصیو یې هم ټول برخمن سوه. زموږ هم الله تعالی همدا هیله او ارمان پوره کړ چي د لومړي ځل لپاره مو لوی رب جل جلاله د خپل ستر او محبوب زعیم حفظه الله سره د ملاقات نصیبه وکړه او مخامخ مو یې ارزښتناکه وینا له نژدې واورېدل چي ځیني توصیې او نکات مي یاداښت کړه چي ستاسو سره به یې شریک کړم. ‏۱ - شیخ صاحب حفظه الله خپلي خبري د علم په ارزښت او فضیلت را پیل کړې او په دې اړه یې د قران کریم د دوو آیتونو: (هل یستوي الذین.... و علم آدم الأسماء کلها ...) پوره تشریح په ډېر جالب انداز وړاندي کړه. ‏۲- شیخ صاحب حفظه الله د دیني او عصري علم استاذان ځکه نېکبخت وبلل چي د شخصي منفعت پر ځای د عام منفعت لپاره کار او خدمت کوي او ټولي جامعې ته یې خیر رسیږي. ‏۳ ــ شیخ صاحب حفظه الله وویل: "انسان الله تعالی په احسن تقویم پیدا کړی دی او احسن تقویم علم او عقل دی، د انسان د عقل اتمام او اکمال په علم سره دی، کله چي عقل او علم سره ملګري سي انسان کُله خیر دی". ‏۴ــ شیخ صاحب حفظه الله وویل: "انسان په مځکه کي د الله تعالی خلیفه دی د الله تعالی پر مځکه به د الله جل جلاله احکام نافذوي". ‏۵ ــ شیخ صاحب حفظه الله د عصري علم په ارزښت او اړتیا ټینګار وکړ او وې ویل: " انسان مدنیُّ الطبع دی دنیوي او کسبي علم ته اړتیا لري او د ادم علیه السلام علم هم معاشرتي او انتظامي علم و" چي الله پاک د شیانو نومان ورته وښودل. ‏۶ ــ شیخ صاحب حفظه الله د علم تشبیه د رڼا سره ورکړه چي په تیارو کي لار روښانه کوي او وې ویل:" علم د رڼا حیثیت لري لکه څنګه چي په توره شپه کي د څراغ په رڼا کي سړی مزل کوي او لار ویني همداسي په علم سره هرڅه معلومیږي". ‏۷ ــ شیخ صاحب حفظه الله په خپلو خبرو کي علم ځکه اړین او ارزښتمن یاد کړ چي ښه او بد پرې پېژندل کیږي او وې ویل: " که څوک په ظلم نه پوهیږي نو څنګه به ځان ورڅخه وساتي او که څوک عدل نه پېژني نو څنګه به یې قائم کړي؟". ‏۸ ــ شیخ صاحب حفظه الله په علم باندي نورو د نفعي رسولو د فضلیت په اړه وویل:" په خپل علم بل چاته نفعه رسَوَل تر خپل عبادت افضل دی ځکه خپل عمل لازمي او بل ته نفعه رسول متعدي عبادت دی". ‏۹ ــ شیخ صاحب حفظه الله د غونډي ټول ګډونوال د دیني او عصري علم زده کړي ته وهڅول او وې ویل: "دنیاوي او دیني علم دواړه زده کړئ خو ترجیح دیني علم ته ورکړئ، دنیوي علم هم په دې نیت زده کړئ چي د دین خدمت په وکړئ". ‏۱۰ ــ شیخ صاحب حفظه الله علماؤ ته هم عجیب زرینه توصیه وکړل او وې ویل: "علماؤ ته په کار ده چي د دیني علم تر څنګ دنیاوي علم هم کړي چي علم مو د دنیا د حاصلولو ذریعه وه نه ګرځي، علم مه ذلیله کوئ، علم بهترین عبادت دی نیتونه مو پکښي اصلاح کړئ". ‏۱۱ ــ شیخ صاحب حفظه الله محصلین د ټولني هغه قِشر وباله چي د ټولو د امید سترګي همدوی ته کږې دي او دوی ته یې په خطاب کي وویل: " تاسو متعلمین د دنیا ابادوونکي یاست، خلګ د ښه خدمت، ښو اخلاقو او ادابو توقع درته کوي". ‏۱۲ ــ شیخ صاحب حفظه الله پر افغانستان د کفارو د یرغلونو یادونه وکړه او وې ویل: "زموږ په ژوند کي دوه واره کفارو لاس راوغځاوه(یو وار شرق او بیا غرب)چي دا جامعه فاسده او له منځه یوسي، خو افغانانو په خپل ایماني غیرت داسي شکست ورکړ چي الله ته مو عقیده ده چي بیا به دې خواته را وه هم نه ګوري". ‏۱۳ ــ شیخ صاحب حفظه محصلین وهڅول چي د شهیدانو زیارتونو ته تګ راتګ وکړي، په ځانګړي ډول یې د میوند شهیدان یاد کړل او د دوی کارنامو او اتلولیو د لیکلو توصیه یې هم ورته وکړل او وې ویل: "د میوند شهیدانو ته ورځئ، د خپلو اکابرو تاریخ ولیکئ، تاسو محصلین افغانستان د تاریخ ستوری کړئ". ‏۱۴ ــ شیخ صاحب حفظه الله د شل کلني جهادي مبارزې په دوران کي د محصلینو د قربانیو یادونه وکړه او وې ویل: "د پوهنتون محصلینو ډیري قربانۍ ورکړي دي او ډېر شهیدان سوي دي، الله تعالی دې شهادتونه قبول کړي". ‎ ‏۱۵ ــ شیخ صاحب حفظه الله د مرموزو وژنو سخت مخالفت وکړ او وې ویل: "زموږ په حکومت کي به پټ مړي نه کیږي هغه که سیاسي وي که غیر سیاسي، زه د خپل حکومت په دفاع کي د پټ مړو کولو اجازه نه ورکوم او نه یې طرف دار یم، هر څه به د محکمې په فیصله په اعلانیه باندي ترسره کیږي". ‏۱۶ ــ شیخ صاحب حفظه الله د غربیانو غیرقانوني بندیزونو ته په اشارې وویل: "غربیان زموږ أمن او صلحه نه غواړي، دوی دلته وژل سوي دي، زخمیان سوي دي او ناکام سوي دي اوس غواړي چي خپل انتقام واخلي". ‏۱۷ ــ شیخ صاحب حفظه الله وویل: " د غربیانو ملګري مترقي افغانستان نه غواړي، دوی په افغانستان معامله وکړه او خرڅ یې کړ، کله چي فتحه راغلل نو سمدستي ولاړل او هلته خارج کي د ځانونو او ملک په بدل کي اخیستل سوو قصرونو کي کښېنستل". ‏۱۸ ــ شیخ صاحب حفظه الله محصلینو او استاذانو ته په خطاب کي وویل: "لکه څنګه چي مو په جهاد کي امتیاز حاصل کړی همداسي په علم کي هم امتیاز حاصل کړئ، افغانستان د علم مرکز وګرځوئ داسي چي د دنیا خلګ د تعلیم لپاره دلته راسي". ‏۱۹ ــ شیخ صاحب حفظه الله ټول د وطن جوړني ته وهڅول او وې ویل: "افغانستان را پورته کړئ، خپله یې د جوړولو کوشش وکړئ، بل یې نه راجوړوي". ‏۲۰ ــ شیخ صاحب حفظه الله محصلینو ته په خطاب کي وویل: "تاسو ددې هیواد راتلونکی یاست، که غواړي چي سالم او امن افغانستان درته پاته سي نو سر له اوس څخه لاس په کار سئ، د اتفاق او اتحاد لپاره کار وکړئ او ددې وطن په جوړولو، امن، ثبات او پرمختګ کي هڅي وکړئ". ۲۱ ــ شیخ صاحب حفظه الله د محصلینو په مسلکي روزنه هم زیات ټینګار وکړ او وې ویل: "د لوړو زده کړو وزیر صاحب ته مي ویلي چي د خارج څخه استاذان را دعوت کړئ که څه د میاشتي یو لک ډالر تنخوا او معاش غواړي زه یې ورکوم" چي د تشجیج او هڅوني په دې جمله کي یې خورا لوی پیغام او عصري زده کړو ته ژمنتیا پرته وه. ۲۲ ــ شیخ صاحب حفظه الله د غریبانو او بې وزلو خلګو سره د مرسته ډاډ هم وړاندي کړ او وې ویل: "د فراه د یو کلي حال راته راغئ چي هلته خلګ د وږي دي او د ماښام ډوډۍ نه لري، دستي مي دوه میلیونه افغانۍ ور ولېږلي چي پر وویشل سي او ورته وه مي ویل که نورو پیسو ته یې اړتیا وه بیا راسئ چي در یې کړم". ۲۳ ــ شیخ صاحب حفظه الله د مدرسې او مکتب او پوهنتون تر منځ د نظریې پر یووالي او اتحاد تاکید وکړ او محصل او طالب ته توصیه یې وکړه چي: " باید نن محصل او طالب خپلو کي د ورور ولۍ فضا رامنځته کړي". ‎ په ټوله کي د ستر زعیم حفظه الله وینا ډېره جامع، هر اړخیزه او تفصیلي وه چي د دیني او عصري زده کړو په ارزښت او اړتیا، دین او وطن ته په اخلاص او ریښتني ډول خدمت، د مجاهدینو او شهیدانو د کارنامو په لیکلو او ددې مسلمان ولس او خاوري د ترقۍ او خیرخواهۍ په محور راګرځېده او ددې هرڅه باوجود پر دې دروند او مسلمان ولس د شفقت او ترحم په وړانګو هم مجلله وه. زرین اقوال یې د ارزښت او اهمیت له اړخه زما د قلم د الفاظو له تعبیره بهر وه، لوی رب جل جلا له دي د ده د شفقت سیوری د افغان ملت او مسلمان امت له سرونو نه اخلي او لوی رب دي پر دین باندي لا استقامت ور نصیب او له هره شره دي په امن وي. آمین یا رب العالمین
❤️ 2

Comments