( Wake-up Muslims ) حقيقت وپېژنه
( Wake-up Muslims ) حقيقت وپېژنه
February 14, 2025 at 02:55 AM
د مسجدونو د امامانو او علماوو ځينی مسئوليتونه او حقوق: د مسجدونو او جامعګانو امامان دغه مسئوليت لري، چي خپلو مقتديانو او هغو کسانو ته د دين اساسات او د پیښو او عصر د ضرورتونو مربوط احکام وښيي، مختلفو قشرونو ته د تدريس او روزني زمينه برابره کړي. که ئې خوښه وي، په جنازه، فاتحه او نکاح کي دي ګډون وکړي. د پيښو او شخړو په صورت کي د منځګړيتوب او حکميت له لاري د حلولو کوښښ وکړي..... د امامانو بل مسئوليت دادی، چي عامو خلکو ته په دې اړه پوهاوی ورکړي، چي کوم کارونه د علماوو مسئوليتونه دي او کوم کارونه د دوی مسئوليتونه ندي. ځيني خلک دا فکر کوي، چي د مسجد پاکول، د مړو لمبول او نور کارونه د امامانو مسئوليت دی. د افسوس ځای دی، چي موږ ولي د امام حقوق نه ورکوو؟ ولي امام داسي غبرګون ته اړباسو، چي هغه د زړه له درده داسي خبري وکړي، چي با احساسه انسان په خجالت سي. د مسجدونو او جامعګانو امامان پر مقتديانو دا حق لري، چي د هغوی د ويلو پرته د هغوی مادي حقوق ورکړي. د مسجدونو او جامعګانو امامان هم زموږ غوندي اړتياوي او غوښتني لري. ۱) ځيني خلک په شعوري ډول د مسجدونو او جامعګانو پر امامانو او علماوو نيوکي او تخريبي نظريات نشروي، دغه کسان د نورو اشخاصو او سازمانونو لخوا په مستقيم ډول روزل کيږي، تر څو د عامو خلکو او علماوو يا امامانو تر منځ نفرت ايجاد کړي او په لومړۍ مرحله کي خلک پر علماوو او امامانو باندي بد ګمانه کړي، په دوهمه مرحله کي دغه مخرب اشخاص او سازمانونه خپلي منحوسي اجنډاوي تطبيق کړي؛ ۲) ځيني خلک په غير شعوري ډول د مسجدونو او جامعګانو پر امامانو او علماوو نيوکي کوي. دغه کسان په مستقيم ډول د مخربو سازمانونو او اشخاصو څخه متاثر نه دي، بلکي په غير مستقيم ډول د مخربو اشخاصو له مخربو بيانونو څخه متاثر سوي دي. نوټ: دا د منلو وړ ده، چي ځيني امامانو به خپل مسئوليت نه وي پيژندلی، يا به ئي خپل مسئوليتونه پيژندلي وي، رفع کړي به ئې نه وي؛ خو قاطع اکثريت امامانو او علماوو تر خپل مسئوليت زيات خدمتونه کړي دي. بل نوټ: دلته د يهودو او نصاراوو د نظامي يرغل په ضمن کي عقيدوي، اخلاقي او فرهنګي يرغلونه هم سوي دي. دغه بي سرحده هیواد ته مختلفي ايډيولوژۍ را واردي سوي دي. شاکر

Comments