
( Wake-up Muslims ) حقيقت وپېژنه
February 26, 2025 at 03:53 AM
روژه او نوي ساينسي څېړنې
د روژې په هکله د څو نړېوالو وتلو ډاکټرانو ويناوې
ډاکټرډی۔ جکټ(Dr.D.Ject) دروژې په هکله وایي:
روژه نیول ټولې ناورغیانې له مینځه وړي اوختموي ئې۔
ډاکټرجوزف (Dr. Joseph) دروژې په هکله وایي:
روژه هم ظاهري اوهم باطني ناروغیانې له مینځه وړي اودپای ټکی ورته ایږدي۔
پروفيسرافيشن (Professor Afession) وایي:
روژه دمعدې ، ینې(ځیګر) اودزیات خوراک دکنترول لپاره ډېره ښه درملنه ده۔
پروفیسرډاکټرایم۔ ډي کینيارډ(Professor Dr. M.D Kenyard) وایي:
روژه په واقعیت کي یوه طبي معجزه (Medical Wonder) ده، چي هیڅوک ورڅخه سترګې نسي پټولای۔
پروفیسرکلارک(Professor Klaork) وایي:
روژه زماروغتیاده، زماژونددئ اوزماخوښي ده، چي زه ورڅخه چاره نلرم۔
پروفیسرسی۔ ایس جونز(Professor C. S Jones) وايي:
زمادمشاهداتواوڅېړنومطابق روژه نیول دیوه انسان لپاره اړینه اوحیاتی ده، لږترلږه بایدهرانسان په هره میاشت کي روژه ونیسي، که هره میاشت نه وي نوبایدپه دوو(۲) میاشتوکي دي ونیسي، دیوې ورځې څخه تردروورځوپوری، اوزمادتجربوپه اساس روژه نیول دهرانسان یوه فطري اوطبعي اړتیااوضرورت دئ۔
(Islam and Medical Science, Vol. 3, p, 20/27)
حضرت ابوهرېره رضی الله عنه وايي چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي روژه روغتیاده، اودروژې له کبله دانسان باطني اوظاهري مضرات ټوله ختمیږي، چي له همدې کبله دروژې په نیولوسره ظاهري اوباطني خوښۍ ولاسته راځي۔
(اسوه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم، بحواله طبری)
ددې حدیث مبارک څخه داپه لاس راځي چي روژه نیول، لومړی ظاهري شفاء ده او دوهم باطني روغتیاهم ده؛ اوددې ټولوناخوالواوناروغیولپاره یوه بې جوړې کیمیاده، چي دروژې پردې ګټوباندي دنړۍ ټول ساینس پوهان په یوه خوله اعتراف کوي۔
نور بیا...
د شرق او غرب پيژندني وټساپ ګروپ د وروڼو او خويندو د فکري ظرفيت د ارتقا په پار جوړشوی.
*د ګروپ لينک د وروڼو او خويندو سره شريک کړي مننه*
*واټساپ:*
https://whatsapp.com/channel/0029VahAQLhGk1FwHAv7E645
*فيسبوک:*
https://www.facebook.com/wishkandharyzewan?mibextid=ZbWKwL
*فيسبوک ګروپ:*
https://www.facebook.com/groups/305919562611715/?ref=share&mibextid=NSMWBT
*فيسبوک صفحه:*
https://www.facebook.com/share/1A5Qn8REpM/
*ټيلګرام:*
https://t.me/+9WzX1giiUhM1ODU1
❤️
🫀
2