( Wake-up Muslims ) حقيقت وپېژنه
( Wake-up Muslims ) حقيقت وپېژنه
February 27, 2025 at 01:54 AM
روژه ..... د رمضان المبارک له پاره پلان جوړول اړين دی: ... مفتي محمد معصوم افغاني ..... رمضان المبارک د خير او برکت مياشت ده د رحمت ، مغفرت او د دوږخ څخه د خلاصون مياشت ده رمضان المبارک د صبر مياشت ده د الله د بندګانو سره د غم خواری او نصرت مياشت ده د روژې د فرضيت اساسي هدف په انسان کي تقوی راوستل دي ، يوولس مياشتي انسان د دنيا په دندو ککړ سوی وي ، روحانيت يې تاواني سوی وي نو تصفيې اړينه وي ځکه الله عزوجل د رمضان مبارکه مياشت فرض کړې چي د بندګانو تصفيه وسي د ګناهونو څخه صفاسي ، دغه مياشت د مشق او تربيت مياشت دی د عبادتونو مشق کېږي د ګناهونو څخه د ژغورني مشق کېږي د‌روژې په نيولو سره پر نفس باندي غلبه پيدا کېږي ، د ګناهونو په مقابله کي روحاني طاقت موندل کېږي ، د غريبانو د لوږي احساس ورته کېږي د روژې مبارکه مياشت يو روحاني بهار دی چي د الله خاص بندګان ورته تږي وي معلی بن الفضل وايي : چي د‌الله وليانو به شپږ مياشتي دا دعاء کول : چي ياالله ! موږ تر رمضان پوري پاته کړې بيا به يې تر رمضان وروسته شپږ مياشتي دا دعاء کول چي ياالله اوس يې راڅخه قبوله کړې دا چي د‌رمضان مياشت ګټوره ثابته سي د دې له پاره اړينه ده چي يو پلان جوړ سي د ټولي مياشتي نظام الاوقات ترتيب سي څو عمل کول آسانه سي شريعت انسان د يو کار په ښه طريقه سره د کولو امر کړی دی الله فرمايي : و أحسنوا إن الله يحب المحسنين الله تعالی محسنين يعني په ښه طريقه سره کار کوونکي خوښوي په حديث شريف کي فرمايي : إن الله عز وجل كتب الاحسان على كل شيء الله د تعالی په هر کار کي د ښه طريقه خپلولو امر کړی دی په روژه کي د انسان د احسان کولو طريقه دا ده : چي هر څه اعمال په يو خاص نظم کي راوستل سي ، هغه کارونه چي تر روژې مخکي کيدلای سي هغه بايد مخکي وسي لکه د اختر سودا د کور د وګړو کالي او نور سامان چي په رمضان کي په بازارونو کي قيمتي وخت ضائع نه سي دغه رنګه د کور له پاره د روژې هغه سودا لکه راشن هم پر يوه ځای اخيستل کيدای سي پاته سول سبزي هغه په يوه اندازه په فريج کي چي څومره ذخیره کيدلای سي بايد واخيستل سي څو هره ورځ د بازار د تګ اړتيا پيښه نه سي په رمضان کي بايد د مسجد سره خاص تعلق وي پنځه وخته لمونځ په جماعت سره کول خپله په انسان کي يو انقلاب راولي کوښښ بايد وسي چي د اذان پر وخت په مسجد کي حاضر اوسي څو تحية الوضوء أو تحية المسجد هم ادا سي نظم داسي هم جوړیدای سي چي تر پیشلمي مخکي دوولس يا اته رکعته د تهجد لمونځ ادا سي او په آخر وخت کي پیشلمی وسي ، کله چي اذان وسي د اذان څخه لس دقيقې وروسته سنت اداسي څو وخت يقيني داخل سوی وي د‌ورځي که کوم دفتري کار يا نور دنیوي او ديني مصروفیت وي خو د ماپښين د لمانځه وروسته يو کړی قيلوله کول د صحت له پاره ډېره ګټوره ده که څه هم خوب در نسي خو آرام کول هم ګټه لري د روژې اهم عبادت د قرآن تلاوت دی تلاوت ته بايد زيات وخت ور کول سي خو نور اعمال هم بايد په پابندي سره اداسي لکه استغفار ، درود شريف ، ذکرالله ، صدقه او خيرات ځکه هر صالح عمل بيل رنګ لري او د روحانيت د تقوي يې له پاره اړينه ده چي په عباداتو کي تنوع وي بيلابيل عبادات تر سره سي په درو ورځو کي بايد صلوة التسبيح هم ادا سي د عباداتو سره سره بايد د حقوق العباد خيال هم وساتل سي په ورځ کي د مور او پلار زيارت وسي د‌هغوی د غوښتنو خاص خيال وسي دغه ډول نور قريبان او د محلې د وګړو جائز او اړين اړتيا تر سره سي خو لايعني مجلس څخه بايد ډډه وسي کوښښ بايد داوي شل رکعته د ختم تراويح وسي دما خوستن وروسته که کوم تلاوت ، ياديني کتاب مطالعه يا د يو عالم وعظ نه وي نو بايد ژر ويده سې څو پیشلمي ته په آساني راپورته سې ولي چي د تهجد د وخت عبادت زيات روحاني اثرات لري روژه دا نه معنی چي نو بالکل بيکاره سې ټوله ورځ په خوب تيره کړې بلکه په قدر د ضرورت د‌دنيا کار کولای سې خو د شريعت سره سم ، اصل کي د ګناه څخه ځان ژغورل اړين دي ځني وګړي خپله ښه منظم عبادت کوي خو د کور پر وګړو يې خيال نه‌وي په کار داده چي د‌کور وګړي د ځان سره په عبادت کي ملګري کړي هغوی ته هم د اعمالو د‌کولو ترغيب ورکول سي لويان وي که کوچنيان ټوله په ښه نرمه طريقه سره راضي کړل سي چي د صالحو اعمالو پابندي وکړي نو به هرڅه په آساني او په يو ښه ماحول کي تر سره سي خو غصه او سختي نه ده په کار چي د نفرت باعث وګرځي د‌هر ډول جنجال او جنګ څخه بايد په کلکه ډډه وسي که څوک بد رد وايي هغوی ته بايد ووايي : چي زما روژه ده د درواغو ، غيبت او هر ډول ګناه څخه په کلکه پرهيز په کار دی بدنظري د‌عبادت حلاوت ختموي خو د بد نظر څخه ژغورنه بيا د‌عبادت حلاوت او خوږ والی نصيب کوي د ګناهونو څخه ځان ژغورل فرض دي ګناهونه صالح اعمال ضائع کوي خورک ، چيښک او حلال جماع روا کارونه وه په رمضان کي بند سوه نو ګناهونه خو مخکي هم منع وه د هغو څخه خو ډير په سختي سره پرهيز په کار دی د سوشل ميډيا څخه بائکاټ اړين دی فقط د ضرورت په اندازه بايد استعمال سي د روژې مياشت د غمخواری مياشت ده په دې مياشت کي په رزق کي زياتوب راځي حضرت رسول خدا صلی الله عليه وسلم به تر طوفاني هوا هم زيات سخي و هره ورځ بايد تر خپل وس په اندازه صدقه وسي او په آخري عشره کي بايد صدقه او خيرات هيڅ ناغه نه سي دغه ډول يو چا ته روژه مات ور استول يا په خپل کور کي روژه مات ورکول د ثواب عمل دی د ګناهونو د مغفرت او د دوږخ څخه د خلاصون زریعه جوړېږي پوره خورک ورکولو باندي به په حوض کوثر سره سيرابيدل ور نصيب سي دغه اعمال هغه وخت په ښه طريقه ادا کيدای سي چي د انسان صحت روغ وي د صحت خيال کول اړين دي ډير شربت چيښل ، سره کړي شيان پکوړې او نور تاواني شيان بايد استعمال نه سي دغه ډول زيات خورک کول هم معدې ته تاوان کوي هو په کوچنيانو زيات خورک کول په کار دی چي هغوی طاقت ته اړتيا لري ځني وګړي ميلمنو ته دومره زيات شيان پخوي چي د ميرمنو زيات وخت پکښي مصرف سي چي هيڅ عبادت ته خلاصون نسي موندلای صحي ده ميرمنو ته د خدمت ثواب ورکول کېږي خو د‌عبادت د ثواب څخه محرومول هم ښه کار نه دی هر څه بايد په اعتدال سره وي هغه خوراکه بايد تياره سي چي په پخولو کي يې لږ وخت مصرف سي د حضرت شيخ الحديث مولانا زکريا نورالله مرقده په کور کي به هري ميرمني د کور د کارونو سره پنځلس سيپاري د قرآن تلاوت هم کولی په آخري عشره کي بايد په عبادت کي نور هم زياتوب وسي چي دا سنت هم عملي سي د آخري عشره اعتکاف کول د انسان په اصلاح کي مهم رول لري د روحانيت د تقوي يې باعث جوړېږي په کارده چي د اعتکاف سنت هم د خپلو آدابو په مراعتولو سره اداسي د‌روژې په آخري شپه ( ليلة الجائزة ) کي بايد استغفار زيات وويل سي حضرات صحابه کرام رضي الله عنهم به د عبادت په آخر کي استغفار ويل الله فرمايي : و بالأسحار هم يستغفرون د سهار په مهال به هغوی استغفار وايه د عبادت د‌قبوليت علامه داده : چي په انسان کي د زړه نرمي، او تواضع پيداسي ، کبر ، غرور ، او عجب د نه قبوليت دليل دی امام رباني حضرت مجدد الف ثاني قدس سره فرمايي : د رمضان مبارکه مياشت چي څومره په طاعت او عبادت کي تيره کړي ټوله کال به بيا د دې اثرات وي ټوله کال بيا انسان د طاعت او عبادت ژوند په آساني سره کولای سي او د ګناهونو څخه به ځان ژغورل آسانه وي ښه طريقه داده : چي د ټولو اعمالو له پاره يوه نقشه جوړه کړل سي په هغه کي د هرعبادت اندازه او وخت ټاکل سوی وي او هغه يو ځای راوځړوي چي هر وخت نظر پر لګېږي نو به هرڅه ور په ياد وي . پر صالحو اعمالو د الله عزوجل څخه نصرت او کومک غوښتل اړين دي أللهم أعني على ذكرك و شكرك و حسن عبادتك لا حول و لا قوة إلا بالله لا ملجأ و لا منجأ إلا بالله .
🫀 2

Comments