( Wake-up Muslims ) حقيقت وپېژنه
( Wake-up Muslims ) حقيقت وپېژنه
February 27, 2025 at 04:40 AM
*د دوحې تړون لکه د حدیبیې تړون* لیکنه: احمد خاطِري لکه څنګه چي خوږ پېغمبرﷺ د هجرت په شپږم کال د میانۍ(ذوالقعدې) په میاشت کي تر هغه خوب لیدلو وروسته (چي مکې مکرمې ته تللی وي او پر کعبې شریفي طواف کوي) د پنځه لس سوه(۱۵۰۰) صحابه کرامو رضی الله عنهم په ملګرتیا په داسي حال کي د خپل اصلي وطن (مکې مکرمې) په لور د عمرې د ادا کولو په نیت روان سو چي کلونه کلونه یې د خپل خوږ وطن هجران تېر کړی او بیا لیدلو او ورتللو ته یې زیاته لیوالتیا او تلوسه درلوده. د ځان سره یې د قربانۍ هدیه(اوښ) روانه کړې او د عمرې احرام یې هم تړلی وو تر څو خلګ پوه سي چي پېغمبر ﷺ د کعبې شریفي د زیارت او عظمت لپاره را وتلی، نه د جنګ لپاره. پیغمبر ﷺ تر ځان مخکي مکې ته د قریشو د احوال معلومولو لپاره یو کس لیږلی وو چي عسفان ځای ته په نژدې کېدلو هغه کس بېرته راستون سو او حال یې راوړ چي قریش او مشرکان د جنګ لپاره تیاري کوي تر څو پیغمبر ﷺ او ملګري یې د عمرې څخه منعه کړي،کله چي پیغمبر ﷺ حدیبیې ته ورسېد سمدستي یې عثمان بن عفان رضی الله عنه قریشو ته ددې لپاره ور ولېږه چي هغوئ خبر کړي چي موږ د جنګ نه ،بلکي د عمرې د ادا کولو لپاره راغلي یو، د پیغمبر ﷺ او قریشو تر منځ څو استازي ولاړه راغله پیغمبر ﷺ به هر یوه ته ویل: موږ د جنګ نه ،بلکي د عمرې لپاره راغلي یو ،خو قریشو د خپل عناد په وجه پیغمبر ﷺ او ملګري یې د عمرې له ادا کولو څخه منعه کړل، وروسته د قریشو او پیغمبرﷺ تر منځ د مذاکراتو په پایله کي یو معاهده وسوه او تړون لاسلیک سو چي د (حدیبیې صلحه) په نامه یادیږي، په یاد تړون کي د نورو مادو تر څنګ پر دې خبره هم موافقه سوه چي اوس به عمره نه کوي، بلکي را روان کال به پېغمبر ﷺ او ملګري د عمرې د ادا کولو لپاره مکې مکرمې ته راځي او درې ورځي به تېروي، او دوئ به لس کاله یو تر بله جنګ هم نه کوي، کله چي د تړون متن د علي رضی الله عنه په لاس ولیکل او بشپړ سو پېغمبرﷺ خپله هدیه حلاله او احرام یې خلاص کړ او د خپلو ملګرو سره بېرته مدینې منورې ته ستون سو. ددې تړون شرطونه که څه هم ظاهراً ځورونکي او نه زغمونکي وه خو صحابه کرامو رضی الله عنهم د خپل ایماني قوت او د پېغمبرﷺ د سختي پیروۍ په خاطر دا هرڅه وزغمل چي نتیجه یې دومره مثبته او لویه راووتل چي نه یوازي دا چي په جزیرةالعرب کي د اسلام د خپرېدو او د مکې مکرمې د فتحي دروازه پرانیستل سوه، بلکي د نړۍ باچاهانو ته د اسلام د پیغام رسولو لپاره یو نوی باب پرانیستل سو. پیغمبرﷺ ددې تړون څخه په استفادې د نړۍباچاهانو او عرب امیرانو ته لکه د روم امپراطور هیرقل ،د فارس امپراطور کسر'ی پروېز ، د حبشې باچا نجاشي او د مصر باچا مقوقس ته خطونه واستول هغوی یې اسلام او د خپل رب ﷻ لاري ته په خورا حکیمانه او ښائیسته انداز دعوت کړل. لنډه دا چي د حدیبیې تړون د اسلام د زرینو وړانګو په خپرېدو او د مکې مکرمې په لویه فتحه منتج سو، لکه الله ﷻ چي ددې تړون تر لاسلیک وروسته دا ایاتونه نازل کړل: (إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا...) ژباړه: [اې پېغمبره (ص)!] بېشکه موږ تا ته ښكاره فتحه او بری درکړی دی... همدا ډول د نن څخه پنځه کاله وړاندي د ۱۳۹۸هـ ش کال د حوت میاشتي په لسمه نېټه د غربي یرغلګرو(امریکا متحده ایالاتو) او د افغانستان اسلامي امارت تر منځ د قطر هیواد پلازمېنه دوحه کي د اتلس (۱۸) میاشتي مذاکراتو په پایله کي د غربي یرغلګرو د ماتي او د اشغال د خاتمې تړون د قطر هیواد پلازمېنې دوحې په شېراټون هوټل کي د تایخي مراسمو په لړ کي لاسلیک سو. دا مذاکرات چي په یوولس بېلا بیلو پړاوونو کي تر سره سول په پیل کي امریکایي اشغالګرو یوازي د جګړې د ګټلو د یوه تاکتیک په توګه کارول او غوښتل یې چي اسلامي امارت کي انشعاب رامنځته کړي او د تبلیغاتو په برخه کي استفاده ترې وکړي، او دوی په دې امید وه چي د جګړې په ډګر کي بریالي امارت په سیاسي ډګر کي ماتي ورکړي، خو کله چي د افغان مجاهدینو د جهاد سنګرونه لا هم مستحکم پاتي وه او د اشغالګرو د تابوتونو لړۍ نوره هم دوامداره او ګړندۍ سوه، په پوځي علملیاتو کي په مسلسل ډول د شکست سره مخ وه او د مذاکراتو پر مېز یې د اسلامي امارت د مشرانو سیاسي پوهه او بصیرت درک کړ نو امریکا دې نتیجې ته ورسېدل چي د امپراطوریو هدیره کي د انګرېز او شوروي اتحاد له برخلیک سره مخامخ کېدونکې ده په دې وجه یې په واقعي ډول مذاکراتو ته غاړه کښېښوده او د افغانستان څخه د وتلو لپاره یې په اصطلاح د اوړو پزې د جوړولو لپاره دا مذاکرات خپل حتمي مجبوریت وګاڼه. د نن څخه ۲۳ کاله وړاندي د امریکا په مشرۍ نړیوال کفري ایتلاف پرته له دې چي د چنګېز، انګرېز او وارسا تاریخ مطالعه او له برخلیک څخه یې د عبرت درس واخلي پر غریب او مسلمان افغانستان ددې هدف په پار چي دلته د اسلامي نظام لمر ډوب کړي داسي وحشي اشر وکړ چي د بشریت په معاصر تاریخ کي ددې وحشت او بربریت ساری نه وو لیدل سوی د B52 طیارو او نورو پر مختللو راکټونو او اسلحو په لمبو یې ددې مظلوم ملت وګړي وسوځول،مدرسې ،مسجدونه او مکتبونه یې بمبارد کړل، غربي ترهګرو د شپې په چاپو وهلو زموږ د باعفته بې ګناه خویندو ،میندو او ماشومانو زړونو کي داسي وېره خپره کړل چي خاوند ،زوی ،ورور او پلار به یې د دوی په مخ کي په نیمه شپه په سرو وینو ولمباوه. خو کله چي د مردخېز افغانستان شا زلمي د وخت پر ابرهه د ابابیل په څېر سیلونه سیلونه ورنازل سول غربي لښکري یې داسي تار ومار کړې چي د هغه طالب سره د مذاکراتو پر مېز کښېنستلو ته اړ کړل سول چي مخکي یې د مځکي پر مخ د ژوند حق هم نه ورکاوه. لنډه دا چي د اوږدو مذاکراتو په پایله کي غربي تېريګرو خپل شکست او د غیرتي افغانستان څخه وتل یې په خپل لاس تایید او امضاء کړ. د دوحې تړون نه یوازي دا چي د افغانستان په بشپړه ازادي او د موجود سوچه اسلامي نظام په حاکمیت منتج سو، بلکي د امت د تېر برم د اعادې هیلي هم ورسره را ژوندۍ او اسلامي نړۍ کي د استعماري او استبدادي رژیمونو په وړاندي په جهادي خوځښتونو کي هم نوی روح پو کړل سو چي د بریا زیري او مثبتي نتیجې یې وخت په وخت مشاهده کیږي. د دوحې تړون چي د افغانستان په معاصر تاریخ کي د ویاړ او افتخار یو زرین باب او د موجود اسلامي نظام د راتګ زمینه ساز او پیلامه او د غربي ښکېلاک څخه د ګران هیواد د ازادۍ اغاز ګڼل کیږي ټولو افغانانو ته دي مبارک وي. *د اسلامي نظام د استحکام او د مسلمان امت د اتحاد په هیله*
❤️ 🤳 🫀 5

Comments