
( Wake-up Muslims ) حقيقت وپېژنه
March 1, 2025 at 06:23 AM
توکل په امریکا والا به څه وخت عبرت اخلي
وايي تېره ورځ ټرمپ د غرب د دفاع قهرمان زلنسکي ته ښه خوندور د (رڼا خواړه) ورکړي. هغه چې د غرب په سیاسي، تبلیغاتي او تسلیحاتي حمایت د کميډي له سټيج نه ولسمشرۍ ته رسیدلی او بیا يې د غرب په ټونګ غوښتل نړیوال نظم کې ګوتې ووهي، تېره ورځ سپينه ماڼۍ کې خپله د طنز او کميډي په سوژه بدل شوی و. چا يې په لباس پورې خندل او چا ورباندې د چُپ کېدلو پټکې کولې.
دا صحنه زموږ هغه قشر ته یوښه درس و چې د الله تعالی له دره یې مخ اړولی، خپل تقدیر یې له امریکا سره غوټه کړی، امریکا د زلنسکي غوندې بیا بیا رټلي خو دوی لا هم د یو طرفه عشق په ټالونو زانګي.
جنابانو! چې هر څه شئ او هر څومره ځان امریکا ته مخلص وښایاست، بیا هم د زلنسکي غوندې قرباني نه شئ ورکولای چې روغ هیواد یې د غرب د دفاع په مورچل بدل کړ. نو چې د غرب د اول نمبر سرمچار دغه حالت وي، نو تاسو به ته وا تر دې د عزت انجام پیدا کړئ!؟ کلا و حاشا
راځئ! نور هسې د تجربې لپاره د بنده له بندګۍ لاس واخلئ. د لوی رب جل جلاله در ته رجوع وکړئ. خپلې هیلې او امیدونه په الهي رحمت پورې وتړئ. دا چې څوک په هوا څوک په سمندرونو د غرب په خوا ځغلئ، په خوب کې هم کالیفرنیا او ټورنټو وینئ، راځئ لږ په خپل ګریوان کې وګورئ، خپل ایمان او د ایمان تقاضاوو ته متوجه شئ. ښايي د خپل اسلامي هیواد ژوند به ډېرې ستونزې او ستړې ولري، خو د غربي ژوند غوندې هغه سراب نه دی، چې مطلق ديني، اخلاقي او نسلي سقوط او تلپاتې هراړخیزه بربادي ورسره تړلې ده.
د شرق او غرب پيژندني وټساپ ګروپ د وروڼو او خويندو د فکري ظرفيت د ارتقا په پار جوړشوی.
*د ګروپ لينک د وروڼو او خويندو سره شريک کړي مننه*
*واټساپ:*
https://whatsapp.com/channel/0029VahAQLhGk1FwHAv7E645
*فيسبوک:*
https://www.facebook.com/wishkandharyzewan?mibextid=ZbWKwL
*فيسبوک ګروپ:*
https://www.facebook.com/groups/305919562611715/?ref=share&mibextid=NSMWBT
*فيسبوک صفحه:*
https://www.facebook.com/share/1A5Qn8REpM/
*ټيلګرام:*
https://t.me/+9WzX1giiUhM1ODU1
🫀
1