
❤️د ياد تار❤️
February 2, 2025 at 08:04 AM
غزل
احسان راباندې وکـــــــــــــــــــــــړه مازديګره مه تېرېږه
هـــــــــــــــــــسار د غرۀ پۀ سر شه زېړه لمره مه تېرېږه
دعا راته کوه کۀ هـــــــــــــــــــــــــدیرې ته چرته راغلې
مــــــــــــــــــــــزار باندې مې غلې د زړۀ سره مه تېرېږه
دا ښـــــــار لۀ خطرو ډک دی دلته هر قدم پۀ خيال ږده
بچيه ډاډه زړۀ او بې خـــــــــــــــــــــــــــطره مه تېرېږه
مودې وشوې چې ناست دې يم ديدن ته پۀ دې لار کې
راســـــــــــــــــــتون شه ديدن راکړه مسافره مه تېرېږه
❤️
👍
8