
❤️د ياد تار❤️
February 16, 2025 at 10:24 AM
#لنډه_کیسه
دی ژوند او مرګ تر منځ لیک
د انجونو ډلې په منځ کي روانه وه، شیبه په شیبه یی شاته کتل، دنګ نری ځوان یی تر شا روان وو ، هرې خوا د ښوونځې انجونې وي د نرګس زړه ډاډه وو، خو کله به چي د انجونو څه جدا کیدله له زړه به یی یو الله خبر وو، غاټ غاټ قدمونه به یی اخیستل، په تیزۍ به د کورخوا روانه شوه، یو ورځ چي له انجونو څخه د کور په لور یواځې روانه شوه په لاره کي ځوان ورسره یو ځاي شو، نرګس به له ډاره کله ورو شوه او کله به چټکه تله، ځوان ورته وویل! مینه درسره لرم، نرګس پښو حرکت پریښود يوخوا بلخوا یی وکتل کوڅه کي څوک هم نه وو، ستونې یی وچ شو ځان یی خولې وو وجود یی داسي رپیده لکه پاڼه چي باد خوروې، ځوان چي د نرګس دې حالت ته پام شو جیب ته یی لاس کړ ، له جیبه یی یو لیک راوویست، نرګس ته یی ونیوه ، خو نرګس لکه بی روحه جسد ځاي پر ځاې ولاړه وه ، تورې غاټې سترکي یی له اوښکو ډکي وي، ګلابې اننګې یی خولې وو، تور پیکی یی سپیره باد یوخوا بخوا وړه او راوړه ، ځوان لاس په خپل زړه کیښود په ترخه مسکا یی وویل! دا ډیره موده کیږې ته مې خواښیږی خو د دې لپاره چي ته خفه نشي درته مې نه ویل، خو زما هم همدا اخیري هیله وه چي د خپل زړه خبر درته وکړم ، ځوان سترګې نمجنې شوي لیک یی په ځمکه کیښود، ویی ویل! زه ستا د ځواب په تمه یم خو په ژوند باور نلرم ، لیک یی پر ځمکه پریښود او لاړ، نرګس چي لاسونو او پښو یی کار پریښي وو لیک د دې له ډاره له ځمکې پورته کړ چي بل څوک یی ونه وینې ځکه د دوي په کوڅه کي يواځې نرګس ښوونځې ته تله، که لیک د هر چا لاس ته ورشي په هغې شک کوي، سبا سهار د دې له ډاره چي ځوان یی بیا په لار کي ونه دروي ښوونځې ته ورنه راغله، بل سبا زړه نا زړه ښوونځې ته لاړه، چي رخصت شوه له ډاره یی یوخوا بلخوا کتل، خوشاله په دې شوه چي هغه هلک یی ونه لیده، بله ورځ چي رخصت شوه هلک بیا نه وو نرګس له خوشالې نه انجونو ته د خبرو کولو نوبت نه ورکولو، ورځې تیریدې نرګس به پرته له ډاره ښوونځې څخه کور ته راتله ، د هلک لټول او څارل یی هم هیر کړل، څه موده وروسته نرګس د امتحانونو لپاره تیاري نیوله، د ښوونځې بکس یی خلاص کړ او ټول کتابونه او کتابچې یی رواخیست چي په دې وخت کي یی سترګې په هغه لیک ولږيدې چي هغه ځوان هلک ورکړی وو، یو ځل بیا ډار واخیسته په ورخطایی پورته شوه د کوټې دروازه یی بنده کړه لیک یی رواخیست، د لیک په شروع کي یی لیکلې وو
#زړه_مې_درد_وکړي_په_سترګو_مې_تیاره_خواره_شی
#هســې_نه_مــړ_شمــه_په_ســاه_مــې_اعتبــار_نشتــه
نرګس له دې بیت لوستلو روسته دیوال ته تکیه وکړه او لیک لوستلو ته یی ادامه ورکړه
له سلام ورسته یی لیکلې وو،
ای د ښایست مالکئ، ای د ښکلو میرې ، ای د حورو ذاته، له هغې ورځې مې چي ته لیدلې یی زړه درزا مې زیاته شوي، ژوند کولو هیله راته پیدا شوي، ای د ښایست ښاپیرۍ ستا تورې سترګي، تور زلفان، سره اننګې سپین رخصار او شونډ د پاسه تور خال دا ټول قدرتونه د رب ستا په ساده جمال کي.
بیایی دا بیت لیکلې وو
#د_خالق_د_قدرت_دې_منظر_له_ګوره
#د_یار_تک_سپین_اننګي_باندې_تورخال_دی
له دې بیت روسته نرګس هیندارې ته وکتل، خپل خال یی ولیده مسکۍ شوه ، لیک یی له همدې بیت څخه بیا پیل کړ، بیا یی لیکلې وو، کله چي خاندې ګل ګل اننګو کي دې کندې وشي، او د زلفو دا توره حلقه ستا په سپین مخ لکه د لمر په مخ توره کرښه
#چي_مدام_يي_اننګو_باندي_زنګیږم
#خدایه_ما_د_یار_په_زلفو_کي_یو_تار_کړي
نرګس هینداري ته وویل! زه په رښتیا دومره ښکلې یم؟
له بیت روسته یی لیکلې وو
ای د ښایسته خزانې، زړه مې غواړې تر قیامته ستا په تمه پاتې شم خو ژوند راسره دوکه وکړه، د زړه په ناروغې اخته شوم یو خوا ستا مینه لکه د ژوند هومره ښکلې
بلخوا ژوند لکه د خوب لیدل دومر لنډ ده
دا شپږمه میاشت ده چي سرطان لرم، ډاکټرانو شپږ.میاشتې وخت راکړي چي ژوندې پاتې کیدیشي خو دا دي شپږ میاشتي پوره شوی زه اوس هم ژوندې یم، ښایی ستا مینه مې مرګ ته نه پریږدې، خو بیا هم په ژوند اعتبار نشته د لیک ځواب ژر راکړه،
#د_سبا_سبا_خبري_ماته_مکړه
#ما_به_مړ_کړي_دومره_اوږد_انتظار_کي
د بیت لاندې یی لیکلې وو، که کومه ورځ دې ښوونځې مخه کی ونه لیدم حق دي را وبحښه ښایی مړ شوي وم.
په احتــــرام: ستا لیونی " مين "
نرګس بی اختیاره په ژړا شوه، لیک یی زړه پوري ونیوه، دا دریم کال دي چي د ښوونځې مخې ته حیات لټوي...
خو مين له تورو خاورو لاندی ژوند کوی
پای
Zabih Totakhil
😢
👍
3